اروپايي ټولنې او د اسلامي هیوادونو همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه به د افغان ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب کړي.
اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ ناوخته اپریل اوومه (وري ۱۸) په یوې اعلامیې کې، د طالبانو دغه تازه پرېکړه تبعیض امېزه او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او د هغه د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
اروپايي ټولنې زیاته کړې: "دا پرېکړه ښځې له زیاتو ستونزو سره مخ کوي او د دوی پر ژوند مستقیم او ګواښونکي پایلې لري، ځکه د ښځور پر کار بندیز اړمنو افغانانو له هغه جملې ښځو، ماشومانو نارینو ته د بشري مرستو رسېدو برخه کې د خنډ رامنځته کېدو سبب کیږي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د اپرېل پر څلورمه (وري ۱۵) وویل چې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو سازمان ښځینه کار کوونکي دفتر ته له تګ څخه منع شوي دي.
یوناما د طالبانو تر دغه پریکړې وروسته، له خپلو ټولو کار کوونکو څخه وغوښتل چې تر دوو ورځو خپلو دندو ته حاضر نشي.
تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو په کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت باندې کلک بندیزونه ولګول، او د نجونو او ښځو پرمخ یې متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه یې هم وتړل.
اروپايي ټولنې همدارنګه د طالبانو یاده پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. دغه ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې پر ښځو یاد بندیز ژر تر ژره لغوه کړي او هغوی ته د کار کولو اجازه ورکړي.
د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان هم د طالبانو پر دغه تازه پریکړې انتقاد کړی دی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په اعلامیه کې راغلي: "د اسلامي هیوادونو د همکارۍ شورا منشي له اوسنیو چارواکو څخه غواړي چې د دغه نه منلو تصمیم په اړه بیا فکر وکړي او د ښځو نارینو په ګډون ټولو افغانانو ته اجازه ورکړي چې تر کلونو ناخوالو او جګړو او ټولنیزو او اقتصادي زیانونو وروسته د خپل هیواد جوړولو کې برخه واخلي."
په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز پراخ غبرګونونه پارولي او تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې دغه پرېکړه به په افغانستان کې اړمنو کسان ته د مرستې رسولو بهیر ټکنی کړي.
تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن هم د طالبانو حکومت یاده پرېکړه (بزدلانه) بللې وه او له طالبانو څخه یې غوښتي و چې پدې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي.
طالبانو تر دا مهاله پدې اړه تبصره نه ده کړې. خو مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځينه کار کوونکو پر کار د بندیز له پرېکړې څخه دفاع کړې وه او ویلي و چې یاد بندیز د اسلامي قوانینو مطابق دی.