د لاس رسي وړ اتصالات

"د محمود اڅکزي وړاندیز غیر عملي دی"


د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک د پښتونخوا ملي عوامي گوند د مشر محمود خان اڅکزي هغه وینا چې د خپلو پلویانو نه یې وغوښتل د افغانستان تابعیت دې واخلي، "هوایي او غیر عملي خبرې" بللې دي.

محمود خان اڅکزي دغه وینا پداسې وخت کې کړیده چې په پاکستان کې د هغه گوند په پوځ او استخباراتي ادارو تور لگوي چې په انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې او د هغوي د گوند سره یې درغلي کړیده.

د ښاغلي اڅکزي پلویانو د هغه د دغې وینا په ټولنیزو رسنیو هرکلې کړیدی نو مخالفینو یې پرې نیوکې کړیدي.

د عوامي نیشنل گوند مشر افراسیاب خټک امریکا غږ ته وویل چې د اڅکزي د خپلو پلویانو نه دا غوښتنه چې د افغانستان تابعیت دې واخلي "غیر عملي او هوایي خبري دي". هغه وویل چې محمود خان د مشکل حالاتو مقابله پدا ډول خبرو سره کوي.

افراسیاب خټک وویل چې د پښتنو سیاسي مشرانو ته پکار ده د پاکستان لخوا په افغانستان کې د لاسوهنې د ختمولو کوښښونه وکړي. هغه زیاته کړه "په پاکستان کې به دا خبره د بیلتون خوښونې بیلګه وانګیري . او هم دغه شان دا خبره به په افغانستان کې هم مشکلات جوړ کړی ځکه چه هلته به هم د دې وړاندیز په مخالفت کښې غږونه واوریدلې شی . مونږ ته په واضحه توګه د پاکستان له خوا په افغانستان کښ د لاسوهنې د ختمولو غوښتنه پکار ده او د دغی غوښتنې نه پام اړول ندی پکار."

ښاغلي اڅکزي د پاکستان په ٢٠١٨ کال په عمومي انتخاباتو کې خپله څوکۍ بایللي او د هغوي گوند دغه ادارې په انتخاباتو کې په لاسوهنې تورنوي. د محمود اڅکزي دغه څرگندونې په پاکستان کې ځینې کارپوهان د پاکستان پوځ او ادارو گواښل گڼي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه ماروي سرمد امریکاغږ ته وویل چې محمود خان اڅکزی دا ډول خبرې د پاکستان پوځ ته د خبرداري ورکول دي او په اصل کې د افغانستان لپاره د عمل وړ ندي.

په واشنگټن کې ازاد خبریال ملک سراج امریکاغږ ته وویل چې د محمود خان دریځ د افغانستان په چارو کې مداخله ده. هغه وویل چې دا د افغانستان حکومت په مشکل کې اچول دي ځکه هلته هم دغه ډول اعلانونه مسلې پیدا کوالی شي.

امریکاغږ کوښښ وکړ چې پدی موضوع د افغانستان د سرحدونو د وزارت د اوسني او یا هم پخواني چارواکو غبرگون واخلي کو هغوي ټلفون ځواب نکړ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG