د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې افغان کډوال: ترهګرۍ کې د افغانانو د لاس لرلو تورونو اندېښمن کړي یو


په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د پاکستان د مقاماتو هغو څرګندونو سخت اندېښمن کړي چې وايي، په دغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري.

تېره اونۍ په پاکستان کې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې د لږ تر لږه ۱۲ پاکستاني سرتیرو له وژل کېدو وروسته، ددغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو تور پورې کړی چې ترهګر د افغانستان له لورې له پولې اوړي او په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

د ننګرهار ولایت محمد زبیر چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې په پېښور کې ژوند کوي، وايي . د میلیونونو نورو افغان کډوالو په څېر یې د همدې ناامنیو له لاسه خپل هېواد پرې ایښی او پاکستان ته کډه شوی دی.

هغه وویل: "زما دلته کاروبار دی او د موبایل چارجرو، ایم پي تریانو کاروبار کوم، نو خپل کار ته وخت ورکړم او که ترهګرۍ ته؟ موږ چې دلته سهار راشو تر ماښامه خبرو ته وخت نه لرو، نو ترهګري به څه وکړو؟"

محمد زبیر وايي، پاکستاني چارواکو ته هم مالومات شته چې افغانان دلته کار روزګار ته راځي. هغه وايي د پاکستاني چارواکو دا تور په کلکه ردوي.

په پاکستان کې دا مهال شاوخوا یونیم میلیون راجستر شوي افغان کډوال میشت دي او د کډوالو د ملاتړ ادارې وايي، په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر ښايي له دې هم زیات وي.

دغه کډوالو په وروستیو کلونو کې په وار وار اندېښنه ښودلې چې د پاکستان د امنیتي مقاماتو له خوا په بیلا بیلو بهانو نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

په پاکستان کې خبریال او شنونکی طاهر خان وايي، د پاکستان یو شمېر لوړ پوړو مقاماتو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو بیا بیا ویلي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ناامنۍ په هیڅ پېښه کې لاس نه لري.

طاهرخان وویل: "کله چې د پوځ د مشر له لوري داسې بیان راځي، نو بیا دلته په میلیونو افغان کډوالو باندي دا منفي اثر هم کوي او بل دلته چې د پاکستان کومې ادارې دي،‌ هغوی ته هم دا پيغام ځي،‌ چې د پوځ د مشر سوچ څه دی. نو زما په فکر دا بیان سم نه وو.‌"

د متحده ایالاتو حکومت هم د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، داسې هیڅ نښې نښانې نشته، چې افغان کډوال دي په پاکستان کې د ترهګرۍ په بریدونو کې لاس ولري.

XS
SM
MD
LG