د لاس رسي وړ اتصالات

د قاسم سلیماني وژل کیدو ته غبرګونونه


د ایران د سپاه پاسدان د قدس ځواکونو د قوماندان د وژل کیدو په اړه امریکایي سیاستوالو او نړیوالو بیلابیل غبروګونونه ښودلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې: "د امریکا د ولسمشر له امر سره سم امریکايي ځواکونو له هیواد څخه بهر د امریکایي کارکوونکو د امنیت او خوندي ساتلو په موخه د قاسم سلیماني د وژلو قاطع اقدام وکړ."

ددغې پيښې وروسته د امریکا ولسمشر په لومړي ځل پرته له کومې تبصرې د امریکا د بیرغ یو عکس په خپل ټویټر پاڼه کې خپور کړ خو وروسته یې بیا په یو بل ټویټ کې ایران خبرو اترو ته ،هڅاوه. ښاغلي ټرمپ لیکلي: ” ایران هیڅکله کومه جګړه نه ده ګټلې، خو مذاکرات یې بایللي نه دي. ”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو په خپل ټویټر کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ځینې عراقیان د قاسم سلیماني د وژل کیدو د خبر په اوریدو سره سړکونو ته راووځي او په نڅا پیل کوي. پمپیو دغې ویډیو ته په اشارې په خپل ټویټر لیکلي: عراقیان لارو او کوڅو کې د خپلې ازادۍ لپاره ناڅي. هغوي ډیر خوشحاله دي چې جنرال سلیماني نور په نړۍ کې نشته."

د امریکا د استازو د مجلس مشرې، نانسي پیلوسي وایي چې دا حمله له کانګرس سره د مشورې پرته شوې او د ایران په جواب کې د نظامي قدرت کارولو په اړه اجازه نه وه اخیستل شوې.

خو ځینې امریکايي سناتورانو دغه برید ستایلی او هغه یې د ایران په وړاندې یو تر ټولو سم غبرګون ګڼلی.

د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور، لیندزي ګراهام په خپل ټویټر کې د قاسم سلیماني د مړینې څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې "سلیماني یو ډیر بې رحمه او د خامنه یي د رژیم تر ټولو شر خوښونکی غړی و. د سلیماني لاسونه د امریکایانو په وینو لړلي دي او دا یې منلې چې ددغې پیښې په اړه ورسره څو ورځې وړاندې مخکې خبرې شوې وې."

په یو بل ټویټ کې لیندسي ګراهام په خپل ټویټر کې لیکلي: مونږ د تهران تر ټولو قوي کس ووژلو. د هغه تیرو کړنو ته په کتو ویلی شم چې دا د غچ اخیستل نه و. دا په راتلونکي کې د کیدونکو بریدونو د پلان شنډول و.

ایران او عراق

د ایران ولسمشر، حسن روحاني ویلي چې د قاسم سلیماني وژل کیدل به د امریکا متحده ایالتونو پر وړاندې د ایران مقاومت لا هم قاطع کړي. خو د ایران سپاه پاسداران وایي چې د امریکا ضد ځواکونه به په ټولو اسلامي هیوادونو کې د دغې برید غچ واخلي.

د ایران مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي ویلي: "سخت غچ" هغو "جنایتکارانو" ته انتظار باسي چې سلیماني یې وژلی. هغه ویلي چې ددې کار سره به د امریکا او اسرائیل پر وړاندې د غچ اخیستلو هوډ دوه چنده شي.هغه په خپل رسمي ویبسایټ کې اسمعیل قاآني د قدس د ډلې نوی قومندان په توګه ټاکلی.

د قدس د ډلې نوی قومندان اسمعیل قاآني ټاکل شوی
د قدس د ډلې نوی قومندان اسمعیل قاآني ټاکل شوی

د عراق صدراعظم، عادل عبدالمهدي په خپل هیواد کې د قاسم سلیماني وژل کیدل غندلي او دغه کار یې په عراق کې د امریکا د نظامي شتون د شرایطو څخه سرغړونه بللې. هغه ویلي چې دغه د دښمنې ډک اقدام د عراق د ملي حاکمیت څخه سرغړونه وه او د جګړې لامل به شي.

افغانستان

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایي رئیس، ډاکټر عبدالله عبدالله د قاسم سلیماني په مړیني خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ او د ایران حکومت ته یې تسلیت ویلی.

ښاغلي عبدالله په خپلې فیسبوک پاڼې یوه اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې ایران د افغانستان ښه ګاونډۍ بللی او هیله یې ښودلې چې دغه پيښه به د افغانستان او ایران پر اړیکو منفي تاثیر ونکړي.

نړۍ

ناټو د دغې پیښې په اړه ویلي چې د قاسم سلیماني د وژل کیدو په برید کې یې لاس نه درلود او تر دې وروسته هم د عراقي ځواکونو د روزلو په موخه خپل سرتیري په عراق کې وساتي.

د ناټو ویاند، دیلان وایټ ویلي چې دغه سازمان د سیمې وضعیت له نږدې څاري او په دغه اړه د امریکایي مقاماتو سره په منظمه ډول اړیکه کې دی.

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو ویلي چې”امریکا حق لري له ځانه څخه دفاع وکړي او سلیماني بیګناه خلک وژلي دي. سلیماني غوښتل چې لا ډیر بریدونه تر سره کړي او په سیمه کې د ”روانو تحولاتو“ له کبله یې یونان ته خپل سفر لنډ کړی او عراق ته تللی و. “

له بلې خوا، جرمني دواړه غاړې سولې ته هڅولي او روان وضعیت یې ”خطرناک“ بللی.

د جرمني د صدراعظمې ویاند، اولریک دیمر ویلي: ”اوس باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره له احتیاط څخه کار واخلو. مونږ هم په سیمه کې د ایران فعالیتونه په جدي توګه څارو. “

XS
SM
MD
LG