د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدل؛ امریکا: طالبان به له نړیوالې ټولنې نور هم لیرې شي


د طالبانو حکومت لخوا په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ځنډېدو پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ شورا بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو سپينې ماڼۍ تېره شپه ډسمبر ۲۰ (لېندۍ ۲۹) په دې اړه اعلامیه کې د طالبانو حکومت لخوا په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ځنډېدو پرېکړه غندلې او هغه خواشینونکې بللې ده.

د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي: " د امریکا متحده ایالات په پوهنتونونو کې د افغان ښځو د زده کړو مخنیوي په اړه د طالبانو د نه منلو پرېکړه غندي. دا خواشینونکې پرېکړه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د نورو محدودیتونو لګولو او د هغوی د بشري حقونو او اساسي ازادیو د مخنیوي په اړه د طالبانو د مشرتابه وروستۍ هڅه ده."

سپینې ماڼۍ همدرانګه زیاته کړې چې دې کار سره به طالبان نور هم له نړیوالې ټولنې څخه لیري او د مشروعیت په اړه غوښتنه به یې رد شي.

د امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو د حکومت مشروعیت د ښځو او نجونو سره د هغوی د چلند په څرنګوالي پوري اړه لري.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت تیره شپه په یوه مکتوب د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې دې تر «امرثاني» وځنډوي. طالبانو د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدو د لامل په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو حکومت یادې پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پرېکړه به د افغانستان پر راتلوونکي ناوړه اغېزه ولري.

نوموړي د اندېښنې په ښودلو سره له زده کړو څخه د نجونو محرومول د هغوی د حقوق نقض بللی او له طالب چارواکو څخه یې غوښتي چې ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان هم د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو حکومت یاده پرېکړه غندلې او هغه یې خوشینونکې یې بللې ده.

یاد سازمان نن چهارشنبه په دې اړه اعلامیې کې ویلي چې دغه پرېکړه به د طالبانو حکومت اعتبار نور هم زیانمن کړي. د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان له طالب چارواکو څخه غوښتي چې پدې اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو او د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو او د پوهنتونونو ځینو استادانو هم د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدو په اړه د طالبانو حکومت تازه پرېکړه خواشینونکې بللې ده.

د ننګرهار پخانی ضیاءالحق امرخېل په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه افغانان نور هم ناهیلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تیر یو کال راپدېخوا د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر مخ متوسطه او لېسې ښوونځي تړل شوي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعت څخه لري.

XS
SM
MD
LG