په سوریې کې یاغیانو درې ورځې وروسته تر دې چې د جمهور رئیس بشارالاسد حکومت یې ړنګ او واک یې تر لاسه کړ، سه شنبه ډسمبر لسمه (لیندي ۲۰) یې محمد البشیر د موقتي صدراعظم په توګه اعلان کړ.
بشیر به د راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال د مارچ تر میاشتې د سوریې صدراعظم وي خو پدې هکله څه ندي ویل شوي چې تر هغې وروسته به د نوي حکومت ټاکلو لپاره انتخابات وشي که نه.
د سه شنبې ورځې د کابینې په غونډې کې د یاغیانو مشرانو تر څنګ د بشارالاسد د حکومت ځینو چارواکو هم برخه اخیستې وه.
د محمد البشیر په هکله ډیر معلومات نشته خو ویل کیږي چې هغه د سوریې په شمال لویدیځ کې د یوې وړې سیمې مشر و چې کنټرول یې د یاغیانو په لاس کې و.
پخپله بشیر ویلي چې د سه شنبې ورځې غونډې ته "سرپرست حکومت ته د دوسیو او ادارو سپارلو" نوم ورکړل شوی و.
د غونډې پر مهال د محمد البشیر تر شا دوه بیرغونه ځای پر ځای شوي و. یو یې شین، تور او سپین رنګی بیرغ و چې د جمهور رئیس بشارالاسد وسله والو مخالفینو پدې تیرو څه باندې ۱۳ کالونو کې د کورنۍ جګړې پر مهال رپاوه.
او دویم بیا سپین رنګی بیرغ و چې په تور کرښو پکې اسلامي کلیمه لیکل شوې او اکثریت په سوریې کې د سني مذهبه وسله والو سره و.
له سوریې څخه راپورونه وایي چې د سه شنبې په ورځ ددې هیواد په پایتخت دمشق کې وضعیت یو څه عادي و او د ښار په لارو کوڅو کې هم د وسله والو کسانو شتون کم لیدل کیده.
یو شمیر سرچینې چې یاغیانو ته نږدې دي، مطبوعاتو ته یې ویلي چې قوماندانانو خپلو کسانو ته امر کړی د ښارونو څخه ووځي او د کورني امنیت او پولسیو دنده دې د حیات تحریر الشام وسله والو ته وسپارل شي.
په دمشق کې همدرانګه د سه شنبې په ورځ بانکونه او د کانونه د اسد رژیم له پرځیدو وروسته د لومړي ځل لپاره بیرته پرانیستل شول.
عیني شاهدان وایي چې په ښار کې د موټرو تګ راتګ عادي شوی، مامورینو د ښار په مرکز کې د څلور لارو بیا رغولو باندې کارونه پیل کړي او د ښاروالۍ عملې هم د کوڅو پاکول پیل کړي.
په عین حال کې د یاغیانو مشر، ابو محمد الجولاني چې د اسد رژیم پرځولو عملیاتو مشري یې کوله ژمنه یې کړې چې د پخواني حکومت جګپوړو چارواکو سره چې په شکنجې او جنګي جنایاتو کې لاس لري، حساب کتاب به ورسره وشي.
ښاغلي جولاني په یوې اعلامیې کې ویلي هغو کسانو ته به انعامونه هم ورکړي چې د پخواني رژیم د پوځ او امنیتي ځواکونو جګپوړو غړیو په هکله معلومات ورکړي چې په جنګي جنایت کې یې لاس درلود.
فورم \ دبحث خونه