د لاس رسي وړ اتصالات

دریو میاشتو کې څه باندې ۲۰زره افغانان ترکیې ته مهاجر شوي


تېرو دریو میاشتو کې بېساري شمېر افغانان ترکیې ته مهاجر شوي
تېرو دریو میاشتو کې بېساري شمېر افغانان ترکیې ته مهاجر شوي

د تیرو دریو میاشتو په مودې کې د شلو زور پورې افغانان ترکیې ته بغیر د اسنادو نه ورغلي دي چې د چارواکو په وینا دا ریکارډ شمیر دی.

د ترکیې د حریت ډلې خپرونه په یو رپورټ کې لیکي چې د تیرو دریو میاشتو په مودې کې شاوخوا ٢٠،٠٠٠ افغان مهاجر چې اسناد نلري، ترکیې ته داخل شویدي. راپور وایي چې د ترکیې د امنیتي چارو ادارې ویلي دي چې د افغان مهاجرو ترکیې ته په دومره لوی شمیر راتگ یو ریکارډ دی.

دغه خپرونه زیاتوي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د ٢٠١٨ کال د پیل نه واخله تراوسه پورې ١٧،٨۴٧ بی اسناده افغان مهاجر نیولي دي. هم د دغو دریو میاشتو په مودې کې ٩،۴٢٦ سوریایي، ٥٣١١ پاکستاني او ۴٢٧٠ عراقي مهاجر ترکیې ته اوښتي.

پدې اندازه هره ورځ ٥٠٠ افغان مهاجر ترکیې ته داخلیږي چې امنیتي عسکر یې دیته مجبوره کړي چې د افغان مهاجرو د راتگ قضیې ته ځانگړي توجه وکړي.

افغان مهاجر د ایران د لارې د ترکیې د ایرزورم ایالت ته داخلیږي.

امنیتي چارواکي وایي چې انساني قاچاقبران د هر یو کس نه شاوخوا ٥٠٠ ډالره اخلي او هغوي په ډلو کې راوړي.

دغه خپرونه زیاتوي چې د ترکیې د امنیتي ځواکونو د تحقیقاتو مطابق دغه افغان مهاجر ځینې غیر قانوني کارونه کوي چې پکې غلا، درغلي او حتی په پیسو جنس خرڅول شامل دي.

XS
SM
MD
LG