د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان کې د افغانستان په تړاو نړیوال کنفرانس جوړیږي


آرشیف
آرشیف

د ازبکستان چارواکي وايي د ۲۰ هېوادونو استازي ددغه هېواد په پایتخت تاشکند کې راغونډیږي او د افغانستان د موضوع په اړه خبرې کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ولادمیر ناراف په روانه اوونۍ کې په مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې ددغه نړیوال کنفرانس دپاره تیاری بشپړ شوی دی او ټاکل شوې د روانې جولاې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ دایر شي.

ښاغلي ناراف ویلي، په دې کنفرانس کې چې د طالبانو استازي به هم پکې ګډون ولري، د افغانستان د موضوع تر څنګ پر نورو سیمییزو مسایلو هم بحث وشي.

د طالبانو حکومت په دغه کنفرانس کې خپل ګډون تایید کړی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي، په کابل کې د طلوع تلویزیون ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍي یو پلاوی به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او د خپل حکومت دریځ به د کنفرانس له ګډونوالو سره شریک کړي.

دا کنفرانس پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کال پورته کیدو په درشل کې جوړیږي.

تر اوسه لا د کنفرانس اجندا معلومه نه ده خو د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان ددې کنفرانس جوړېدل خورا مهم ګڼي.

سیاسي څېړونکی قاضي محمد حسن حقیار وايي، دا کنفرانس د افغانستان په اړه د تاشکند د تیرو کنفرانسونو په دوام جوړیږي.

ښاغلي حقیار وویل: " دا ناسته د افغانستان لپاره ځکه مهمه ده چې په دې ناسته کې نړۍ ته داسې مشورې ورکول کیږي چې د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې د تجارت په جوړیدو کې د امنیت په پیاوړتیا کې ونډه واخلي او دا اهداف څنګه ترسره شي".

هغه په غونډه کې د طالبانو د آستازو د ګډون په اړه وویل: "که څه هم ازبک چارواکي وايي دې ناستې ته د افغان حکومت د استازو دعوت د افغان حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی خو بیا هم د پلاوی ګډون... د دې حکومت لپاره ډیر مهم دی".

تمه کیږي چې د چین او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه په دغه کنفرانس کې د افغانستان په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي.

د ازبکستان اندېښنې

افغان سیاسي شنونکي په دې بارو دي چې ددغه کنفرانس له جوړلو څخه څرګندیږي چې ازبکستان له افغانستان سره د سرحد د امنیت سواداګریزو او نورو دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرو ته لېواله دی.

سیاسي څېړونکی رضا قاسمي دغه اړیکې د ازبکستان لپاره مهمې بولي: "د سرحد او سیمه ییز امنیت په برخه کې ازبکستان ډیر زیات د خپلو سرحدونو د امنیت په اړه اندیښنې لري".

ازبکستان تیره اونۍ وویل، د افغانستان له خاورې څخه پر هغه هیواد پنځه توغندي توغول شوي خو تاوان یې نه دی اړولی.

ښاغلی قاسمي وايي دغې وروستۍ پیښې او د "ازبکستان اسلامي تحریک" فعالیت د ازبکستان د حکومت اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي:

"د ازبکستان اسلامي تحریک د تیرو شلو کلنو راهیسې په افغانستان کې فعال و او واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د دې ډلې فعالیتونه لا ډیر شوي دي".

د سیاسي چارو بل افغان کارپوه طارق فرهادي هم په دې باور دی چې ازبکستان له افغانستان سره په خپل سرحد کې امنیتي اندیښنې لري او غواړي چې په تاشکند کې د جوړېدونکي کنفرانس په ترڅ کې دغو اندیښنو ته د نړیوالو پام واړوي.

خو یو پخواني افغان دیپلومات احمد سعیدي وايي: "دا کنفرانس د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کنفرانس نه دی بلکې د کنفرانس د جوړیدو هدف د افغانستان د اوسني حالت او راتلونکي حالت ارزونه ده".

ښاغلي سعیدي زیاته کړې ده، دا غونډه ارزوي چې موجود وضعیت څنکه دی، په راتلونکي کې به افغانستان له ګاونډیانو سره څنګه اړیکې ولري.

طالبان چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له پنځلسمې وروسته افغانستان کې واک ته رسیدلي تر اوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دي پیژندلي. خو د طالبانو حکومت د روسیې او چین په ګډون په یو شمیر ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې خپل دیپلوماتان ګمارلي او هم دغو هیوادونو افغانستان کې خپل سفارتونه هم پرانیستي دي.

XS
SM
MD
LG