د لاس رسي وړ اتصالات

د شنبې په ورځ تهران کې افغانستان لپاره د تماس د سیمه ییزې ډلې غونډه جوړیږي


ټاکل شوې په تهران کې د شنبې د ورځې په غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران د حکومتونو استازي د دوحې د درېیمې غونډې په اړه سلامشورې وکړي.
ټاکل شوې په تهران کې د شنبې د ورځې په غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران د حکومتونو استازي د دوحې د درېیمې غونډې په اړه سلامشورې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په تهران کې د روسیې او چین په ګډون افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې د یوې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی او ددې غونډې جوړیدل یې افغانستان او سیمې ته د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د چارو عمومي رئیس سید رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ جون شپږم (جوزا ۱۷) د ایکس په پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او د ایران د حکومتونو استازي ګډون وکړي.

ښاغلي موسوي لیکلي: "د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو مشورتي غونډه چې ددغه هیواد او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام راوړنکې [غونډه] د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو مشورتي غونډه" د شنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا ۱۹ [جوړیږي] ".

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې دغه لوړپوړې دپلومات په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د روسیې د تاس خبري اژانس د جون څلورم (جوزا ۱۵) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي و چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د تماس د ډلې غونډه به د جون د میاشتې په اتمه د شنبې په ورځ په تهران کې جوړه شي. هغه هم ویلي چې په دې غونډه کې به د روسیې.، ایران، چین او پاکستان استازي ګډون وکړي.

کابلوف ویلي: "د افغانستان په اړه د هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمې غونډې په تړاو مو د افغانستان د رهبرۍ د استازو [طالبانو حکومت] او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سره په دوحه کې خبرې کړي دي...خو له هغې وړاندې مونږ [روسیه، ایران، پاکستان او چین] به د شنبې په ورځ غونډه ولرو".

دغه روسیې دپلومات وویل چې په تهران کې د تماس د ډلې غونډه کې به سلامشورې د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو چې ټاکل شوې د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول جوړه شي ترسره شي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې په تهران کې د افغانستان په اړه د تماس غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي بلل شوي او که نه، خو ملګرو ملتونو ددغه حکومت استازو ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه په د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون پریکړه نه ده کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما مشرې با روزا اوتنبایووا سره د جمعې په ورځ جون اووم ( جوزا ۱۸) په یوه کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې په جزئیاتو خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې کتنې په اړه ویل شوي چې د یوناما مشرې امیرخان متقي ته ویلي چې ټیم یې د دوحې د درېیمې غونډې په اجندا لا هم کارکوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "مېرمن روزا اتنبایوا وویل، چې ټیم يې د دوحه ۳ ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. د یوناما مشرې وویل، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري (طالبانو حکومت) نظریات واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحه۳ ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي".

همداشان په دې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې ښاغلي متقي هم د غونډې د یو داسې اجندا ترتیبول چې ټولو خواو ته د منلو وي مهم اقدام بللی دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "مولوي امیر خان متقي وویل، افغان حکومت د دوحه۳ په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی دی او په دې اړه به اړونده لوریو سره نژدې کار ته ادامه ورکړي".

دمخه ددغه وزارت یو بل چارواکي ذاکر جلالي ویلي وو چې طالبان غواړي د دوحې د درېیمې غونډې په اساسي بحثونو کې ګډون وکړي. خو زیاته کړې وه چې په دې اړه وروستۍ پریکړه به د ملګرو ملتونو له خوا ددې غونډې په اړد طالبانو حکومت ته د معلوماتو د ورکولو وروسته اعلان شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جون درېیم (جوزا ۱۴) د طلوع نیوزتلویریون ته ویلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې د درېیمې غونډې اجندا د دغه حکومت سره شریکه شوې او ټاکل شوې چې طالبان به په اړه خپله پریکړه ژر اعلان کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د غونډې د اجنډا تر ارزونې وروسته به په دغه غونډه کې خپل دریځ او شرطونه مطرح کړي.

هغه د دوحې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د شرطونو په اړه خپاره شوي رپوټونه هم بې اساسه بللي دي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې ټاکل شوې د دغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د دوحه درېیمه غونډه به د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

ټاکل شوې چې په غونډه کې به افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هیوادونو د ځانګړو استازو ترڅنګ د نړیوال بانک او د اسیا پرمختایي بانک استازي هم ګډون وکړي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې د مدني ټولنې افغان فعالانو او د افغان میرمنو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه.

د دوحې په دوېیمه غونډه کې چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې جوړه شوې وه د افغان میرمنو او مدني ټولنې څو تنو استازو ګډون کړی و.

خو طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا ددغې ډلې د شرطونو د نه منل کیدو وروسته طالبانو په دې غوښتنه کې د ګډون څخه ډډه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG