د لاس رسي وړ اتصالات

خیبرپښتونخوا کې د یوې نجلۍ بربنډ ګرځولو بحثونه پارولي


دا کار د بشري او ښځو د حقونو مدافعان سخت قهرولي او پارولي دي
دا کار د بشري او ښځو د حقونو مدافعان سخت قهرولي او پارولي دي

په خیبر پښتونخوا د یوې ۱۶ کلنې جینۍ په کوڅو کې د بربنډې ګرځولو پیښې یو ځلې بیا دا بحثونه پارولي دي چې د دغې سیمې خلک به تر کومې پورې د کورنی ناموس د ښځو په بدن پورې تړي.

اتو تنو د ۱۶ کلنې جینۍ جامې وشلولې او په کوڅو کې یې وگرځوله. دغه سړو د جینۍ په ورور تور لگولی و چې د هغوی ناموس ته یې سپکاوې کړیدی ځکه چې د "جینۍ ورور د هغوی د کورنۍ د یوې جینۍ سره اړیکي" لرلې.

دا ډول پیښې یواځې په پاکستان کې نه خو په ګاونډي ملکونو افغانستان او هند کې هم کیږي. په دغو ټولنو کې ښځو ته د کورنۍ د نارینو د کړنو سزا ورکړل کیږي.

د پاکستان د ډیره اسماعیل په سیمې کې چې کله دا پیښه وشوه نو پولیس د دغې جینۍ سره دمرستی په ځاې د تورن کسانو سره مرسته شروع کړه.

د پښتونخوا سره تعلق لرونکې د ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله او ژورنالسټه ریحام خان د دغې جینۍ کور ته ورغله او د مطبوعاتو او د رسنیو پام یې دغې پېښې ته راواړوه. د هغې د تګ نه وروسته د پښتونخوا سیاستمداران هم د پېښې د مسولینو په ضد د اقداماتو غوښتنه وکړه.

ریحام خان د امریکاغږ اشناراډیو ته وویل چې "په داسې سیمو کې چې کله دا ډول پېښې وشي نو په ضد یې غږ پورته کول ډیر ګران کار وي ځکه چې دلته د داسې پیښو د مسولینو سره د سیاستمدارانو لاس وي."

ریحام خان وویل چې هغې ته او د هغې ټیم ته حتی د مرګ ګواښونه کیږي خو دا فکر کوي چې په داسې وخت کې چپ پاتې کیدل غداري ده. هغې وویل "که زه هم د دغې یتیمې جینۍ لپاره غږ پورته نه کړم نو زه به د داسې بې وسه جینکو لپاره څنګه مثالي کردار شم."

ریحام خان وایي چې د خپلې ټولنې د جینکو او ماشومانو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي. هغه وایي د پاکستان او افغانستان اکثر نارینه وایي چې "ښځه د چا مور، خور او لور ده نو ځکه یې درناوې پکار دی" ریحام وایي چې د ښځې درناوې له دې کبله نه بلکه لدې کبله ضروري دی چې هغه یوه انسانه ده.

ریحام خان وایي چې د ‌‌‌‌‌‌ډيره اسماعیل خان د پيښو پشان پېښې ځکه کیږي چې "خلک ښځه د سړو مکیت او ناموس ګڼي. د هر څه نه مخکې ښځې ته د انسان يه نظر وګورئ نو ‌‌‌‌‌‌ډيرې مسلې به حل شي​."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG