د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سندرغاړی الفت آهنګ مړ شو


د الفت اهنګ زوی قیس الفت په خپل فیسبوک کې د خپل پلار د مړینې خبر خپور کړی
د الفت اهنګ زوی قیس الفت په خپل فیسبوک کې د خپل پلار د مړینې خبر خپور کړی

د افغانستان نوموتی سندرغاړی او کمپوز جوړونکی، استا الفت آهنګ چې اصلي نوم یې داد محمد و، یکشنبه مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په کاناډا کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله د ۷۰ کالونو په عمر مړ شو.

د دغه افغان سندرغاړي مړینه د هغه زوی، قیس الفت د فیس بوک په پاڼې کې تائید کړې.

قیس الفت څو ورځې وړاندې په فیس بوک کې د خپل پلار د روغتیا لپاره د خلکو څخه د دعا غوښتنه کړې وه خو دا یې نه و ویلي چې پلار یې څه ډول ناروغي درلوده.

د افغانستان د موسیقۍ دې استاد په کلاسیکې موسیقۍ، سندرو ویلو او کمپوز په برخې کې ځانګړې وړتیا درلوده چې سلګونه سندرې یې ویلي او جوړې کړیدي.

د افغانستان د مخکني حکومت جمهور رئیس محمد اشرف غني، استاد الفت آهنګ ته په ۲۰۱۹ کال کې د افغان موسیقۍ لپاره د کړو خدماتو له کبله د میر مسجدي خان مډال هم ورکړی و.

استاد الفت آهنګ په ۱۹۵۴ کال کې په افغانستان کې زیږیدلی و خو په هیواد کې د ناخوالو له کبله یې ډیر عمر په هند او کاناډا کې په کډوالۍ کې تیر کړ.

د الف اهنګ یو شمیر مینه والو په ټولنیزو شبکې کې د هغه په مړینې خفګان ښودلی او د افغانستان د موسیقۍ لپاره یې یو ضایعه بللی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG