په ګاونډیو هېوادونو کې له کلونو مهاجرت وروسته افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغانان وايي د اقتصادي ستونزو له کبله راتلونکي ژمي ته په اندېښنه کې دي.
وطن ته ستنې شوې افغانې کورنۍ وايي چې یو خوا روزګار نشته او بل لور ته د خوراکي توکو لوړو بیو یې ورځنی ژوند له سختیو سره مخامخ کړی دی.
حسین احمد چې د اتلس کسیزې کورنۍ سرپرست دی، تر ۳۰کلنې کډوالۍ وروسته له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستون شوی دی. وايي، کار زورګار نلري او تر اوسه هیڅ یوې ادارې ورسره مرسته نده کړې.
حسین احمد امریکا غږ ته وویل: "موږ کورنۍ کې اتلس نفره یو او وضعیت مو ښه ندی، تاسو ګورئ چې ژمی هم راغی خو زموږ سره تر دې دمه کومه مرسته نده شوې."
وطن ته ستون شوی دغه افغان د ورځنیو اقتصادي ستونزو تر څنګ د خپلو اولادونو زده کړو ته هم په اندېښنه کې دی، نوموړی له طالبانو غواړي چې ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړي.
حسین احمد زیاته کړه: "د ژمي لپاره د توکو نشتون یوه ستونزه ده، خو بله خبره زما د ماشومانو د زده کړو ده. زما غوښتنه دا ده چې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي."
عبدالسلام د حسین احمد هغه زوی دی چې په پاکستان کې یې تر اتم ټولګي زده کړي کړیدي، نوموړی وايي چې د کورنۍ اقتصادي ستونزو په سبب یې اوس ښوونځي ترې پاتې ده.
هغه وویل: "موږ پاکستان کې د نورو ماشومانو سره ګډ درس وایه او اوس اتم صنف کې وم، خو څلور میاشتې کیږي چې دلته ښوونځي ته نه ځم ځکه اقتصاد مو ښه ندی، زما غوښتنه دا ده چې موږ ته د ښوونځي زمینه برابره شي."
بلخوا شنونکي راتلونکی ژمی په افغانستان کې له سختیو ډک یادوي، په خبره یې چې نړیوالې مرستندویه ټولنو ته په هغه اندازه پیسې ندي ټولې شوي څومره چې اړتیا ده.
سیاسي شنونکي سید بلال فاطمي وویل: "د افغانستان سره چې د څومره مرستو اړتیا ده هغه مرستي اړونده ټولنو ته ندي ټولې شوي، دمګړی دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو که یوازې د مور او ماشوم ستونزې په نظر کې ونیول شي، یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده چې اوس نشته."
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري UNHCR په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال له جنوري بیا تر نومبر میاشتې پورې تر ۵۰ زره زیات افغانان یوازې له پاکستان څخه هیواد ته ستانه شویدي.
د حسین احمد په شان په لوی شمېر هېواد ته ستانه شوي افغانان د نورو ستونزو تر څنګ د خپلو لوڼو او زامنو زده کړو ته هم په اندېښنه کې دي.
فورم \ دبحث خونه