د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ایران د نومبر په میاشت کې ۱۲۲ زندانیان اعدام کړي


د بشري حقونو یوه اداره چې په ایران کې د زندانیانو اعدام کیدو په هکله معلومات راټولوي، یکشنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) یې په تازه راپور کې ویلي چې پدې هیواد کې د زندانیانو اعدامونه په بې سارې توګه ډیر شویدي.

د هنګاو په نامه دې سازمان یوازې د همدې تیرې نومبر میاشت کې په ایران کې د لږ تر لږه ۱۰۰ کسانو اعدام کیدل ثبت کړي چې تر نومبر وړاندې اکټوبر میاشتې په پرتله پکې ۵۰ په سلو کې ډیروالی راغلی.

دې ادارې ویلي چې ایراني چارواکو د نومبر په میاشت کې ۱۲۲ تنه زندانیان اعدام کړي پداسې حال کې د اکټوبر په میاشت کې د دا ډول اعدام شویو کسانو شمیر یوازې ۷۸ و. په راپور کې ویل شوي چې په زندان کې دا اعدامونه د نومبر په میاشت کې ۵۶.۵ په سلو کې ډیر شوي و.

د بشري حقونو ادارې په راپور کې ویل شوي چې نیمایي اعدام شوي هغوي و چې د مخدره موادو اړوندو تورونو باندې تورن و.

په راپور کې ویل شوي چې ټول ۱۲۲ کسان چې تیره میاشت ایراني چارواکو اعدام کړي د مخدره موادو اړوندو تورونو سره نه بلکې ۱۱ یې سیاسي او مذهبي بندیان هم و.

دې ادارې ویلي چې دوه کم عمره ماشومان او دوه میرمنې هم په اعدام شویو کې شامل دي.

تر اوسه نده معلومه چې ایران دومره ډیر کسان ولې په یوې میاشت کې اعدام کړي خو د بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر هیوادونو د ایران دا کړنه غندلې ده.

اروپایي اتحادیې په یوې رسمي اعلامیې کې په ایران کې د دومره ډیر شمیر زندانیانو اعدامیدل "ټکان ورکوونکي" بللې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ایران د روان میلادي کال د پیل راهیسې لږ تر لږه ۶۰۰ کسان اعدام کړي او د بندیدو غوښتنه یې ترې کړي. اروپایي اتحادیې دا اعدامونه "غیر انساني او ظالمانه" بللي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې یوې ویاندې لیز تروسیل بیا د ایران له حکومت غوښتي چې د سیاسي فعالینو او سوله ایزو مظاهره چیانو پر ضد د سزا ورکوونکو اقداماتو څخه دې لاس واخلي.

د ایران د بشري حقونو د ډلې مشر محمود امیري مقدم چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي چې په ایران کې "د مرګ سزا د دې لپاره تطبیق کېږي چې په ټولنې کې ویره خپره شي او د نورو مظاهرو مخه ونیول شي." نوموړی وايي چې اکثریت وژل شوي‌ کسان د منزوي شویو ټولنو او کلیو او بانډو وګړي دي.

د بشري‌ حقونو ډلې وايي چې په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته ددې پېښې د غندنې دپاره د پیل شویو مظاهرو څخه راهیسې، تهران د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده چې په هېواد کې ویره او ترهه خپره کړي.

دې ډلې څه موده مخکې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو ایران په ۲۰۲۲کال کې ۵۸۲ کسان اعدام کړي وو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا په یو کال کې خورا زیات کسان دي چې دغه هېواد کې اعدام شوي‌ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ایران له چین څخه وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې ډېر خلک په کې اعدام کېږي، خو د چین رسمي ارقام نشته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG