د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا له پیل راهېسې د افغانستان په روغتیايي مرکزونو ۱۵ بریدونه شوي-یوناما


پر دشت برچي روغتون برید کې د چارواکو په وینا د میندو او ماشومانو په ګډون کڼ ملکیان مړه او ټپیان شول.
پر دشت برچي روغتون برید کې د چارواکو په وینا د میندو او ماشومانو په ګډون کڼ ملکیان مړه او ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته پر روغتیايي تاسیساتو ۱۵ بریدونه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې مارچ میاشتې پر ۱۱مه کروناویروس د نړیوالې وبا په توګه اعلان کړ.

یوناما نن یکشنبه جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې په یاده موده کې روغتیايي تاسیاست، او روغتیايي کار کوونکي د جګړې د ښکېلو لورو لخوا په قصدي او غیر قصدي ډول تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې پر روغتیايي تاسیساتو ۱۵ بریدونه شوي چې ۱۲ قصدي او پاتې درې یې په تصادفي توګه رامنځته شوي دي.

یوناما ویلي چې پر روغتیايي مرکزونو اته هدفي او دوه تصادفي بریدونه د وسله والو طالبانو او درې نور هدفي بریدونه د افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا شوي دي.

یوناما زیاتوي: "طالبانو د روغتیايي کارکوونکو تښتونې ته دوام ورکړی او په یو درملتون یې برید کړی، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په قصدي ډول د تاوتریخوالي او ویري فعالیتونه کړي دي چې روغتیايي مرکزونه، کار کوونکي او د طبي وسایلو لېږد یې اغېزمن کړی او نا معلومو وسله والو د کابل په یو روغتون کې د زېږون پر څانګه برید وکړ چې په پایله کې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته."

یادې استازوالۍ په قصدي ډول د روغتونونو په نښه کول جنګي جرم بللی دی او په دې اړه یې د تیر په څېر اندېښنه ښودلې ده.

په دغه راپور په افغانستان کې د یوناما د مشرې له قوله ویل شوي:"د کووید ـ۱۹ وبا په لړ کې چې روغتیايي سرچینې لا دمخه محدودې شوي او ملکي وګړو ته له ځانګړي اهمته برخمنې دي، پر روغتیايي مرکزونو په قصدي ډول سره د بریدونو تر سره کول، په خاص ډول د غندنې وړ دي."

په راپور کې د کابل دشت برچي پر سل بستریز روغتون برید تر ټولو د ناوړه پېښې په توګه یاده شوې ده چې په وینا یې مسؤلیت یې لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پولې ډاکترانو ټولنې تر دغه برید وروسته روانه جون میاشت په یاد روغتون کې خپل فعالیت ختم کړ او د ماشومانو د زېږنتون څانګه یې وتړله.

یوناما له ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتي چې پر روغتیايي تاسیساتو له بریدونو څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم روانه میاشت په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو باندې په "قصدي ډول" د بریدونو په دوام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي دوام به میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو محروم کړي.

د سره صلیب په اعلامیې کې راغلي چې د کروناویروس د خپرېدو له امله افغانان د بل هر وخت په پرتله زیاتو روغتیايي پاملرنو ته اړتیا لري.

د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو تر دامهاله د ملګرو ملتونو د یاد راپور په اړه غبرګون دی ښودلی، خو تر دې مخکې دواړو لورو د روغتیايي تاسیساتو د امنیت نیولو په اړه ژمنې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې تر نن یکشنبې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۸۳۳ تنه ورسېد.

تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه۵۸۱ تنه مړه شوي او ۸۷۶۴ نور بیرته جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG