د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په اروپا او امریکا کې منتقدینو باندې د بریدونو لپاره د جنایي شبکو ګمارل ډیر کړي: راپور


 د ایران انټرنیشتل خبریال پوریا زیراتي
د ایران انټرنیشتل خبریال پوریا زیراتي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې جمعه سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۳) راپور ورکړی چې د ایران حکومت په اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو کې پخپلو منتقدینو باندې د بریدونو لپاره د جنایي شبکو سره اړیکې ډیرې کړیدي.

د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې د ایران حکومت پدې تیرو څو کالونو کې د روسیې د "دوزخ پرښتو" په نامه د بدماشانو بدنامې شبکې ته چې د "قانون غلو" په نامه هم شهرت لري، د وژونکو عملیاتو او سړي تښتونې کړنو لپاره پیسې ورکړیدي.

د دې جنایي ډلې مشري د مخدره موادو یو ایرانی قاچاقبر کوي چې د جنوبي امریکا او سکانډاناوي هیوادونو جنایي ډلې هم ورسره لاس لري.

په راپور کې د ایران انټرنیشتل په خبریال پوریا زیراتي باندې د برید یادونه شوې چې د همدې روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې په لندن کې د خپل کور مخته پرې د چاقو برید وشو او ټپي شو.

سره لدې چې د برید ملامتي په ایران اچول شوې وه خو هیڅ یو بریدګر ایرانی نه و او د ایران د امنیتي او استخباراتي ادارو سره یې هم کوم تړاو نه درلود.

د انګلستان چارواکو ویلي چې د ایران حکومت په ختیځې اروپا کې جنایي ډلې استخدام کړې وې چې د کومې ستونزې پرته وکولی شي بریتانیې ته ولاړ شي او د کافي زیات وخت لپاره یې پدې خبریال نظر ساته.

امریکا غږ هم پدې هکله څو ځله راپورونه ورکړي چې ادعا کیږي د ایران حکومت په متحده ایالاتو کې په منتقدینو د بریدونو کولو په دسیسې کې لاس درلود.

د امریکا عدلیې وزارت او څارنوالان تیره اوونۍ یو پاکستانی، چې له ایران سره یې روابط لرل، پدې تورن کړ چې پلان یې درلود د ایران د سپاه پاسدران د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې کوم امریکایي مقام ووژني.

د عدلیې وزارت او څارنوالو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پاکستانی اصف رضا مرچنټ نومېږي، ۴۶ کلن دی او د ادعا له مخې هڅه یې کړې وه چې د یو امریکایي سیاستوال یا حکومتي مقام د وژلو لپاره یو اجرتي قاتل وګماري.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلنډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اصف مرچنټ په ضد د ترهګرۍ او پېسو په بدل کې د قتل تورونه څرګندوي چې "موږ به د هغو کسانو سره حساب او کتاب روان ساتو چې د امریکايي په ضد د ایران د وژونکو دسېسو د عملي کولو" هڅه کوي.

متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو غړي باندې هم دا تور لګولی و چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو پلان یې درلود.

د عدلیې وزارت ویلي و چې د سپاه پاسداران دې غړي، شهرام پورسافي چې لا ندی نیول شوی پلان یې درولود چې په امریکا کې یو کس ته د ښاغلي بولټن د وژلو لپاره ۳ سوه زره امریکایي ډالر ورکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور له مخې د دې ډول کړنو لپاره د خپلو اجنټانو پر ځای د جنایي ډلو څخه کار اخیستل د حکومتدارۍ لپاره د اندیښنې وړ ده.

د متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو چارواکو د ایران دا ډول کړنې په نړۍ کې د "نړیوالې ځپنې" یوه تر ټولو خطرناکو کړنو څخه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې دا راپور یې د څه باندې لسو هیوادونو د جګپوړو چارواکو سره د مرکو، په امریکا او اروپا کې په محکمو کې د سلګونو پاڼو جنایي شکایتونو او د امنیتي ادارو پلټنو څخه تر لاسه شویو معلوماتو پر اساس ترتیب کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG