د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي له افغانستان د امریکایي عسکرو د وتلو په هکله معلومات غواړي


د امریکا د متحده ایالاتو ځینو جمهوري غوښتونکو استازو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) دفتر ته لیکونه استولي.

د اکسیوس خپرونې دوشنبه په راپور کې لیکلي چې د استازو مجلس غړي جیمز کامر چې په همدې مجلس کې د څارنې د کمیټې غړی دی د بل استازي ګلین ګروتمان سره یو ځای د سیګار دفتر ته لیک استولی او د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله یې د معلوماتو او اسنادو غوښتنه کړې.

دا جمهوري غوښتونکي پداسې حال کې معلومات او اسناد غواړي چې د سیګار د دفتر مشر جان سوپکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت په ګډون ګڼ شمیر فدرالي ادارې ورسره د معلوماتو شریکولو په برخې کې پوره همکاري نکوي.

د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر غواړي د هغو شاوخوا ۱.۱ ملیارد ډالرو په هکله پلټنې وکړي چې د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ویلي په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو راپدیخوا یې د افغان ولس سره د ملاتړ لپاره لګولي دي.

ښاغلي سوپکو په خپل راپور کې همدارانګه شکایت کړی و چې دفتر یې د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو د ګڼ شمیر ادارو د نه همکارۍ له کبله نشي کولای چې پدې ربع کې کانګریس او د امریکا ولس ته د حکومت د لګښتونو په هکله راپور ورکړي.

خو جمهوري غوښتونکو ویلي سره لدې چې د بایډن حکومت د سیګار د څارنې سره مخالفت لري خو بیا یې هم ټینګار کړی چې د قانون له مخې د جان سوپکو په مشرۍ دفتر ته باید د پلټنو لپاره مواد برابر کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د سیګار د غوښتنې په هکله په غبرګون کې ویلي چې دا دفتر یوازې د ځانګړې بودجې په هکله د پلټنو او معلوماتو غوښتنو حق لري، په ځانګړې توګه هغه پیسې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره لګول شوي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د طالبانو د راتګ وروسته په افغانستان د بیارغونې پیسې بندې کړي خو د بشري ناورین سره د مبارزې په برخې کې یې تر ۱ ملیارد ډیرې مرستې کړیدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې مرستو په هکله د کانګریس د کمیټو او سیګار د دفتر سره یې خپله همکاري جاري ساتلې.

XS
SM
MD
LG