د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او یونان په زلزله کې لسګونو کسان مړه شوي 


د ترکیې په ازمیر ښار کې سختې زلزلې لږ تر لږه ۴۹ کسان مړه شوي دي او نژدې ۹۰۰ تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د شنبې د ورځې زلزله چې د ترکیې په ازمیر ښار کې یې ودانۍ ویجاړې کړې د بحیرې د اوبو په طوفاني کولو سره یې د یونان لږ تر لږه دوه ټاپوګان هم وځپل.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د شنبې په ماښام د ازمیر ښار ته او د زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنه وکړه. هغه وویل هغوی چې کورونه یې له لاسه ورکړي ورسره به مرسته وکړي چې په موقتي او کرایي کورونو کې ځای پر ځای شي او نوې ودانۍ به ورته ابادې کړي.

د شنبې د ورځې زلزله چې د یونان د ساموس ټاپو په ساحلي اوبو کې رامنځ شوې د قوت درجه یې د ریښتر ۷ درجې اټکل شوې ده.

د زلزلې څخه څو ساعته وروسته د یونان صدراعظم د ترکیې جمهور رئیس ته په بیساري تیلیفوني مکالمه کې خپله خواخوږي څرګنده کړه او بیا یې په خپل ټویټر ولیکل: «که څه هم چې مونږ سره اختلافونه لرو، دا هغه وخت دی چې خلک سره یو ځای دریدو ته اړتیا لري.»

د ترکیې جمهور رئیس هم د هغه په ځواب کې په خپل ټویټر ولیکل: «دا چې دوه ګاونډیان یو بل ته په سخت وخت کې خپل ملاتړ او خواخوږي څرګندوي د ژوند د ډیرو شیانو په پرتله زیات ارزښت لري.»

د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې او یونان د زلزلې دپلوماسي ستایلې او دواړو سره یې د مرستو تیاری ښودلی دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي دي: «دا ډیره ښه ده چې دواړه هیوادونه خپل اختلافونه څنډې ته کوي او د اړتیا پر وخت کې له یو بل سره مرسته کوي. د امریکا متحده ایالات هم مرستو ته تیار دی.»

له بلې خوا د یکشنبې په ورځ د ژغورنې عملیې د زلزلې څخه ۳۴ ساعته وروسته یو ۷۰ کلن سړی د ویجاړو ودانیو لاندې ژوندی وموند.

شاوخوا ۶۴۰۰ ژغورونکي د جمعې ورځې راهیسې د ترکیې د درېیم ستر ښار ازمیر د ویجاړو ودانیو لاندې د ایسارو کسانو د ژغورنې هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG