د لاس رسي وړ اتصالات

د سرو مرچو خوړل د زړه د حملې خطر کموي – څيړنه


ساینسپوهانو له یوې نوې څیړنې وروسته موندلې چې په منظمه او دوامداره توګه د سرو مرچو خوړل د بیماریو او د زړه په حملې باندې د اخته کیدو خطر کموي.

دغه نوې څیړنه په ایټالیا کې تر سره شوې چې پکې ۲۳ زره کسانو برخه اخیستې وه. ایټالیا هغه هیواد دی چې په خوراکونو کې یې د مرچو استعمال یو معمول خبره ده.

وروسته له اتو کالو څیړنو، ساینسپوهانو وموندله چې د هغو کسانو تر منځ چې په اونۍ کې یې لږ تر لږ څلور ځلې سره مرچ خوړلي دي د مړینې کچه د هغو کسانو په پرتله چې نه یي دې خوړلي ۴۰ سلنه کمه وه.

د دغې څیړنې لیکونکې، ماریالاورا بوناچیو چې دغه څیړنه یې د زړه پیژندنې په ژورنال کې خپره کړې وایي چې د سرو مرچو خوړل نه یواځې د هغو خلکو سره مرسته کوي چې صحي خواړه خوري بلکې هغه کسانو ته هم ګټه لري چې خوراک یې ډیر صحي نه وي.

ځینې ډاکټران بیا یواځې د مرچو خوړل د زړه د سلامتۍ لپاره مهم نه ګڼي بلکې موثریت یې د ځینو نورو خوراکونو د استعمال سره تړي.

د امریکا د آسټن د طبي پوهنتون یو څیړونکی، دوان ملور وایي چې ډیری وخت هغه کسان چې ډیر ترخه خواړه خوري، ډير سبزیجات هم خوري چې د روغتیا لپاره ډیره ګټه لري نو دا راز یواځې مرچ نه بلکې سبزیجات هم په دغې ګټې کې رول لري.

اوس مهال څیړنوکو یوه بله څیړنه پیل کړي چې په بدن کې هغه بیوشیمیک میکانیزمونه وڅیړي چې د مرچو په خوراک سره بدن کې پیدا کیږي او د انسان روغتیا ته ګټه رسوي.

XS
SM
MD
LG