د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: کندهار پروني برید کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي


د قاطع ملاتړ ماموریت وایي د کندهار د چهارشنبې د ورخې په ځانمرګي برید کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
د قاطع ملاتړ ماموریت وایي د کندهار د چهارشنبې د ورخې په ځانمرګي برید کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت منلې، چې د کندهار د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې چې د دغو ځواکونو په کاروان شوې، دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت له قوماندانۍ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د څلورو ټپي سرتیرو درملنه شوې او د هغوی ژوند ته خطر ندې پېښ.

پدغه خبرپاڼه کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن له خولې ویل شوي، چې دغو سرتیرو هغه ماموریت لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی چې امریکا ته مهم دی.

د جنرال نیکولسن ویلي" دغو سرتیرو خپل ژوند هغه ماموریت لپاره له لاسه ورکړ، چې امریکا، زمونږ متحدینو او همکارانو ته خورا مهم دی. مونږ به د خپلې خاورې په ساتنه او د هغه ماموریت په پای ته رسېدلو سره ددوی د قربانیو درناوی وکړو چې دوی ورته قرباني ورکړې ده".

تېره ورځ دوولس بجې د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې هوايي ډګر ته په غځېدلې لاره د ملي امنیت د چټک غبرګون له قطعې سره نېږدې د ناټو ځواکونو په کاروان ځانمرګی برید وشو.

ناټو تېره ورځ ددغه برید د تلفاتو په اړه څه نه وو ویلي.

پدغه ځانمرګي برید کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاوو څه ندي ویل شوي.

بل لورته طالبانو د دغې ځانمرګي برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې پدغه ځانمرګي برید کې چې د دوی یوه جنګیالی کړی پنځلس بهرني سرتیري وژل شوي دي. طالبانو په دغه برید کې د امریکا د پوځ دوو ټانګونو د له منځه وړلو ادعا هم کړې ده.

د طالبانو د یوه ویاند قاري یوسف احمدي په یو بیان کې ویلي، چې دغو بهرنیو سرتیرو د ولایت د مقام په یوه ناسته کې برخه اخېستې وه.

XS
SM
MD
LG