د لاس رسي وړ اتصالات

بلخي: راستنیدونکو کډوالو څه باندې ۷ میلیارد ډالر افغانستان ته راوړي


ښاغلی بلخي وايي، د مهاجرت پدیده د ننګونو تر څنګ ښه فُرصتونه هم لري
ښاغلی بلخي وايي، د مهاجرت پدیده د ننګونو تر څنګ ښه فُرصتونه هم لري

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي، په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو د راستنیدو له امله څه باندې اوه میلیارد ډالر د افغانستان په اقتصاد کې داخل شوي دي.

سید حُسین عالمي بلخي نن د راستنیدونکو کډوالو د ډیجیټل معلوماتي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د مهاجرت پدیده ننګونې او فرصتونه لري او زیاته یې کړه، چې باید ننګونې پر فرصتونو بدل شي.

ښاغلي بلخي د مهاجرت د ننګونو تر څنګ هغه افغانان چې په بهر ته ځي، زده‌کړې او کار کوي او په افغانستان کې خپلو کورنیو ته پیسې رالیږي، د دغې پدیدې د فرصتونو په توګه یاد کړل.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې له یو میلیونو څخه زیات افغان مهاجرین خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان ته د دغه شمیر کډوالو په راستنیدو سره یوه اندازه پیسې هم د افغانستان په اقتصادي بهیر کې ورګډې شوې دي.

ښاغلي بلخي په دې اړه وویل "د لومړني تحقیقاتو له مخې چې موږ ترسره کړی او فکر کوم چې د مهاجرت په برخه کې به یو نوی کار وي، په همدې کال کې چې اوس موږ یو، څه باندې اوه میلیارد ډالره د مهاجرینو او راستنیدونکو له ادرس څخه د افغانستان په اقتصادي بهیر کې ورګډ شوي دي."

د ښاغلي بلخي پر وینا دا اندازه پیسې د راستنیدونکو کډوالو او په افغانستان کې د مرستندویو موسسو له خوا دغه هیواد ته رادننه شوې دي.

د نړیوال بانک د شمیرو له مخې هر کال په اوسط ډول څه باندې درې میلیارد ډالر په بهر کې د افغان مهاجرینو له خوا افغانستان ته حواله کیږي.

خو د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل، په اوس وخت کې د هرې حوالې د لیږد په بدل کې ۵ فیصده پیسې صرافان اخلي او د تلپاتې انکشاف د پروګرام له مخې به د حوالو لګښت له پنځو څخه درې فیصدو ته راکم شي.

ښاغلي بلخي ټینګار وکړ، چې د حوالو د لګښت په راکمولو سره به د افغانستان په اقتصادي څرخ کې لا زیاتې پیسې ورګډې شي.

XS
SM
MD
LG