شل کلن رضا یوسفي، چې درې نیم کاله یې هیروئین او شیشه کارولي اوس شاوخوا یو کال کیږي، چې ځان یې له مخدراتو ژغورلی او په یو رسټورانټ کې د ګارډ په صفت کار کوي.
رضا یوسفي وايي، له معتادۍ مخکې یې واده کړی و، خو کله چې په مخدره موادو روږدی شو، کورنۍ یې هغه یواځې پرېښود.
د یوسفي پر وینا اوس یې نوی ژوند پیل کړی او غواړي، چې له سره واده وکړي او بیا کورنۍ جوړه کړي.