د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ: طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو څخه نور هم لیرې شوي


ریچارډ بنیټ، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی
ریچارډ بنیټ، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي که څه هم طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غواړي خو دغه ډله ددې څوکۍ تر لاسه کولو ته اوس هغومره نږدې نه دي لکه چې ورته یو یا دوه کاله پخوا نږدې وو.

له امریکا غږ سره په مرکه کې بنیټ وویل، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه ددې وضعیت لامل شوي دي.

هغه وویل: "افغانستان یواځنی هیواد دی چې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونو ته د تللو اجازه نه ورکوي. یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې تعصب نه دی بلکې، د مذهبي او توکمیزو لږکیو او مدني ټولنې پر وړاندې هم تاو تریخوالی روان دی."

د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو پوره کېدو هم مهاله، د ملګرو ملتونو دغه استازي وویل چې په افغانستان کې "په ټوله کې د بشري حقونو څخه قدم په قدم او ډیرې جدي سرغړونې شویدي."

بینیټ وايي، د طالبانو له لورې د عمومي بخښنې د اعلان سره سره، ملګرو ملتونو ته په افغانستان کې د تېر نظام د غړو په وړاندې د بدل اخیستنو راپورونه رسیږي. نوموړی وايي چې "پدې راپورونو کې د تېر نظام د مامورینو ورکېدل، بېځایه نېونې، وژنې او تعذیب شامل دي."

ریچارډ بنیټ وویل: "طالبان د خپلو ستراتیژیکي علایقو پر بنسټ اقدام کوي... په ملګرو ملتونو کې موږ اړ یو چې خپل کار ته دوام ورکړو تر څو طالبان قانع کړو، چې بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی د دوی لپاره اوږد مهاله ګټې لري."

بنیټ وايي، د اړتیا په صورت کې د نړیوالې ټولنې سره د هاګ د نړیوالې محکمې په ګډون د فشار وسیلې شته چې د طالبانو په وړاندې ورڅخه کار واخلي.

له ریچارډ بنیټ سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG