د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو القاعدې سره د نږدې اړیکو پاللو په اړه د امنیت شورا راپور رد کړی


د طالبانو حکومت د القاعدې ډلې سره د نږدې اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په غبرګون دا راپور ناسم بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې د ورځې ناوخته جولای ۲۸ (زمري شپږم) د خپل ټویټر په پاڼه په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، چې د القاعدې ډله اوس په افغانستان کې هيڅ ډول شتون نه لري.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هيڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي. اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت په ضد وکاروي".

د ملګروملتونو د امنیت شورا په یو تازه راپور کې د طالبانو د حکومت او د القاعدې د ډلې ترمنځ د نږدې اړیکو د پاللو خبر ورکړی او په افغانستان کې یې د داعش د ډلې د مشر د وژل کیدو په اړه شکونه را ولاړ کړي دي.

دا راپور د ملګرملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیټې د ارزونې او څارنې د ډلې له خوا ددغې شورا د غړو د معلوماتو پر اساس په دې اونۍ کې خپور شوی دی.

امنیت شورا په دې راپور کې ویلي، چې القاعده په افغانستان کې اکثره وخت په پټ ډول فعالیت کوي ترڅو دا وښيي، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او د تروریستي فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د طالبانو او القاعدې ډلې ترمنځ اړیکې همداسې نږدې پاتې شوي دي".

په دې راپور کې ویل شوي، چې د القاعدې غړي د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ملاتړ د قانون د اجرا کوونکو دولتي ادارو کې نفوذ کوي او د القاعدې د هستې امنیت چې په ټول هیواد کې خواره واره دي ټینګوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیتې د ارزونې او څارنې د ډلې د موندنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ لوړپوړې چارواکي او ۴۰۰ پورې نور وسله وال شتون لري، چې د دغې ډلې د کورنیو د غړو او ملاتړو شمیر یې په مجموعي ډول ۲۰۰۰ ته رسیږي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې القاعدې ډله افغانستان کې نشته او هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد په خلاف وکاروي.

داعش - خراسان د ډلې د مشر د وژل کیدو په اړه شکونه

د ملګرملتونو د امنیت د شورا په دغه راپور کې اسلامي دولت د خراسان څانګه (داعش) په افغانستان او سیمه کې د یو ډیر "جدي تروریستي ګواښ" په توګه یاد کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې ثناالله غفاري مهشور په شهاب المهاجر د داعش د یو ډیر جاه طلبه رهبر په توګه یاد کړی دی. د امنیت د شورا یو غړي هیواد دغې شورا ته ویلي، چې غفاري په افغانستان کې د روان کال د جون په میاشت کې وژل شوی دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا په دې راپور کې پرته د جزئیاتو د وړاندې کولو ویلي، چې دا خبریاید تائید شي.

د امنیت شورا په دغه راپور کې مولوي رجب د داعش د ډلې د بهرنیو عملیاتو مشر معرفي کړي دي او اټکل یې کړی، چې دا ډله په افغانستان کې ترشپږ زرو پورې وسله وال سړي او د هغوی د کورنیو غړي لري.

په راپور کې ویل شوي:" د داعش د خراسان څانګه د طالبانو او نړیوالو اهدافو پر وړاندې په بریدونو کې پیچیلې کیږي. دغې ډلې په مهمو اهدافو باندې د یو ستراتیژۍ له مخې، چې هدف یې د امنیت د ټینګیدو په برخه کې د طالبانو د وړتیا کمزوري کول و تمرکز کړی و".

د ملګروملتونو د امنیت د شورا ددغه راپوروايي، داعش د عملیاتي قوي قابلیت چې د پیژندنې، همغږۍ، اړیکو، پلانولو او عملي کولو یو تروریستي کمپاین نندارې ته ایښی دی.

همدارنګه په دې راپور کې ویل شوي، چې د افغانسان په شمال کې د طالبانو په لوړپوړو چارواکو باندې د داعش بریالي بریدونه د دغې ډلې مورال پیاوړی کړی دی اوداعش ته د نورو وسله والو د جذبیدو سبب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې څو بریدونه ترسره کړي دي.

په کابل او یو شمیر نورو لایتونو کې د څو بریدونو په ګډون د روان کال د مارچ د میاشتې په نهم د بلخ ولایت د والي په دفتر کې په یوه چاودنه کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل د دوو نورو کسانو سره ووژل شو او لږ ترلږه اوه تنه نور ټپیان شو. داعش ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

په عین وخت کې طالبانو د روان کال د جون په میاشت کې د کونړ په ولایت کې په عملیاتو کې د داعش د ډلې د خراسان د څانګې د مشر ثناالله غفاري د وژلو ادعا کړې وه.

همداشان تیره میاشت د داعش ډلې د ابوسعید محمد خراساني چې مشهور په "ضیاالدین اکا" و او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۷ د کابل په هوايي ډګر باندې د برید طرح بلل کیده وژل کیدل تائید کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۷ د کابل په هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو باندې د داعش د ډلې په برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري وژل شوي و او یو شمیر نور ټپیان شوي و.

همداشان په دغه برید کې هغو افغانانو ته هم د سر زیات زیان رسیدلی و، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د تخلیې د پروګرام له لارې د کابل هوايي ډګر څخه لودیځو هیوادونو ته د تللو هڅې کولې.

د پاکستاني طالبانو حضور

د ملګروملتونو د امنیت د شورا دا راپور ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان ډله زړوره شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د امریکا د متحده ایالاتو له خوا دیوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د روان ۲۰۲۳ کال د پیل څخه تراوسه د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې په بریدونو کې تر ۴۰۰ پورې کسان چې اکثره یې د پاکستان د امنیتي ادارو منسوبین و وژال شوي دي. ددغو بریدونو د اکثرو مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG