د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارډ بنیټ نن د افغانستان د بشري وضعیت راپور خپروي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویلي چې ټاکل شوې د پنجنشبې په ورځ فبرورۍ ۲۹( کب لسم) به ددغې شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

ریچارډ بنیټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې دا راپور به د ملګر ملتونو د بشري حقونو د شورا د غړو او د مدني ټولنې د استازو په حضور کې په ژوندې بڼه ددغې شورا له خوا خپور شي.

د راپورونو له مخې بنیټ ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی او طالبان د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې ناکام شوي دي.

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې ښاغلي بنیټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان اوسنی ناهیلې کوونکی وضعیت د د بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې د طالبانو د پراخه او سیستماتیک تبعیض له امله رامنځ ته شوی دی.

ددې دمخه ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څلورپنځوسمې غونډې ته هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړی وو.

ښاغلي بنیټ په خپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو د سیاستونو او ځپوونکو اقداماتو له امله افغانستان کې بشري وضعیت د جدي ګواښونو سره مخ دی.

د جنسیت پربنسټ سیستماتیک تبعیض، د مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ، د ښځو او نجونو ترمنځ د خپګان او ځان وژنې د پیښو زیاتیدل، په کوچنیتوب او جبري ودونو زیاتیدل، له زده کړو د ښځو او نجونو بندول، انساني ناورین او د بشرپاله مرستو ته د اړتیاو زیاتیدل په هغو مسایلو کې شامل وو چې ریچارډ بنیټ ورته په خپل راپور کې ځای ورکړی وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ریچارډ بنیټ له خوا په افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو د نوي راپور د خپرولو وړاندې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د موضوع څخه ناسمه ګټه پورته کیږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پرته د منځنۍ او ثانوي دورو په ګډون په پوهنتونونو کې د ښځواو نجونو په زده کړو بندیزونه لګولي دي او ښځې یې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي دي.

همداشان طالبانو پر ښځو او نجونو باندې د کور بهر د حجاب د اغوستلو د شرط سربیره په اوږدو سفرونو کې د محرم د لرلو شرط هم لګولی دی. ددې سربیره طالبانو ښځې پارکونو، ورزشي کلپونو، او سینګارتونوته له تللو هم منع کړي دي.

ددې سره سره د طالبانو چارواکو ویلي چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG