د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو او امریکا د افغانستان د ښځو په کار د بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې


د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په غیر دولتي موسسو کې د افغان میرمنو پر کار د بندیز یوکال پوره کیدو ته په غبرګون کې پر ښځو او نجونو د لګیدلو محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنې کړي.

رینا امیري د یکشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۴( مرغومې درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پر ښځو دغه بندیز د مرستې رسونې بهیر د جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

امیري ویلي ویلي دي چې باید د ښځو په تعلیم اوکار باندې د بندیزونو د لېرې کولو غږ او غوښتنه بدرګه کړل شي.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري ویلي چې د طالبانو د حکومت دغه فرمان د پوهنې او کار په برخو کې د ښځو ګډون لا ټکنی کړی.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ ورځ په افغانستان کې د مرستې رسونې په بهرنیو او داخلي غیر حکومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی و، چې د یکشنبې په ورځ یې یو کال پوره شو.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم د یکشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۴( مرغومې درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه محدودیت د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

بنیټ لیکلي: " زده کړې او کار د بشپړ او باعزته ژوند د تیرولو لپاره ډیر زیات مهم دي، په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ونډه خورا زیاته مهمه ده او دافغانستان د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د هغوی ونډه ډیره زیاته مهمه ده."

د طالبانو حکومت د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو د ګډون په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی او د روغتیا او پوهنې د سکتورونو پرته یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ته دوام ورکړی دی.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر رئیس او استازي رامش راجاسینګهام د ډسمبر د میاشتې په شلمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور ورکړ.

راجاسینګهام وویل:" شریکانو راپور ورکړی چې د ښځو له خوا لاسلیک شوي اسناد یا هغه پروژې چې ښځو ته یې ګټه رسیږي هم رد شوي دي او ځینې سیمه ییزې موافقې چې ښځو ته په بشرپاله پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورکوي د رسمي ادارو له خوا باطلې شوي دي."

رامش راجاسینګهام ټینګار وکړ، چې ددې سره سره " اوچا" بشردوستانه چارو کې د ښځو د ګډون د امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د چارواکو سره په سیمه ییزه کچه په ځینو پړاونو کې عملي همکارۍ ته د رسیدلو لپاره کارکوي.

هغه وايي: " ترنن ورځې پورې لږ ترلږه پر ۶۳۰ سیمه ییزو ترتیباتو باندې موافقه شوې چې ښځو ته ددې اجازه ورکوي چې د ارزونې څخه نیولې د نوم لیکنې ، د خدمتونو وړاندې کولو او د څارنې د بهیر په ګډون په ټولو فعالیتونو کې برخه واخلي."

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د یوې شوې سروې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې یوازې د دریو څخه د یوې اندازې څخه کم د ښځو په مشرۍ د بشري مرستو سازمانونو کې هم ښځې او هم سړي په کار ګماري اوس" په بشپړ ډول عملیاتي " شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د نجونو د لومړنۍ دورې د زده کړو پرته د نجونو د منځنۍ او ثانوي دورو پر زده کړو او د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په دولتي ادارو کې د ښځو کار ته اصلآ اجازه نه ده ورکړې، بلکې په تیرو څه باندې دوو کلنونو کې د ښځو د کار او زده کړو بندیزونه یې لا پراخه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۴ (مرغومي درییم) په یو راپور کې ویلي چې پر ښځو باندې لګیدلو محدودیتونو د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو په مشارکت باندې هم منفي اغیز کړی دی.

که څه هم طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د ښځو پر زده کړو لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي، خو دغه حکومت د ښځو د کار په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

خو طالبانو په دولتي ادارو کې ښځینه مامورینو ته په کور د هغوی میاشتني معاشونه ورکوي او لا هم یې هغوی له خپلو دندو نه دي منفکې کړې.

ملګروملتونو د طالبانو د حکومت دا محدودیتونه د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض ګڼلی او د طالبانو له حکومت یې ژر تر ژره د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض لرونکو ټولو پالیسو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG