د لاس رسي وړ اتصالات

له آتیزم لرونکو ماشومانو سره د روبات مرسته


Harrison, 5, who is autistic, plays with Kaspar, a child-sized humanoid robot developed at the University of Hertfordshire Jan. 30, 2017.
Harrison, 5, who is autistic, plays with Kaspar, a child-sized humanoid robot developed at the University of Hertfordshire Jan. 30, 2017.

د کسپر په نامه یو انسان ډوله روبات له آتیزم لرونکو ماشومانو سره مرسته کوي چې له لویانو او نورو ماشومانو سره افهام او تفهیم وکړي.

د غه روبات په بریتانیې کې د فین په نامه له یوه آتیزم لرونکي ماشوم سره چې له خلکو سره یې د تماس او خبرو په برخه کې مشکلات درلودل مرسته وکړه اودغه کار یې ورته اسانه کړ.

د بریتانیا د آتیزم د ملي ټولنې د ارقامو له مخې په دغه هېواد کې اوه سوه زره ماشومان د آتیزم تکلیف لري.

کسپر د بریتانیې د هارفوردشر په پوهنتون کې د یوه ماشوم په اندازې جوړشوی روبات دی چې له آتیزم لرونکو ماشومانو سره مرسته کوي د ګیمونو او سندرو له لارې اجتماعي تعامل او افهام تفهیم زده کړي. دغه روبات په ریموټ کنترول، کنترولیږي.

د هارد فورد شر په پوهنتون کې د آتیزم څېړونکي بن رابنس وايي" روبات تیراپست یا طبیب ته زیات فرصتونه ورکوي، ځکه ماشومان له روبات سره افهام او تفهیم کوي او یا یې افهام او تفهیم خوښیږي. ځینې وختونه یې مخ ته ګوري او د انسان په پرتله روبات ته ډیر مستقیم ګوري".

هغه زیاتوي د کسپر روبات ډیر انعطاف منونکی دی او د هغو ۱۷۰ ماشومانو له اړتیاوو سره سم عیار شوی چې په تیرو لسو کلونو کې یې ورسره لوبې کړي.

د ترکس آتیزم په نامه د یوې خیریه ټولنې غړې الیس لینچ وايي د کسپر روبات د ماشومانو په چلند باندې مثبت تاثیر کړی هغې وویل یو ماشوم له خپلو نورو همصنفیانو سره ډیر تعامل نه درلوده او له هغوی سره یې ډوډۍ نه خوړله " مونږ د هغه د هڅولو لپاره کسپر ته ډوډۍ ورکول ورسره شروع کړل ، او هغه واقعا کسپر ته له ډوډۍ ورکولو خوند واخیست، کله چې وږی شي، ډوډۍ خوړلو ته یې مجبوروي او دیته ورته نورشیان. هغه اوس د خپلو نورو همصنفیانو سره په ګډه کار کول شروع کړي او له هغوی سره په ګډه، ډوډۍ خوري".

د ماشومانو په چلند کې له مثبت بدلون سره د کسپر روبات مرستې یې جوړونکي تشویق کړل چې په پروګرام او ظاهري شکل کې تغیرات راولي او موثریت یې زیات کړي.

د هارفورد شر له پوهنتون څخه بن رابنس وايي مبثت تاثیر ځکه مهم دی چې معلومه شي آیا دوی هغه تجربې او مهارتونه چې له روبات سره یې د لوبو کولو پروخت ترسره کوي، په صنف یا کور کې له نورو سره هم کوي که نه.

کسپر لا تراوسه یوه امتحاني نمونه ده خو جوړونکي یې وايي دوی غواړي هرماشوم ته چې روبات ګټه رسولی شي، هغه د کسپر روبات وي.

XS
SM
MD
LG