د لاس رسي وړ اتصالات

د روهینګیا مهاجرو د فیسبوک خلاف د ۱۵۰میلیارد ډالرو دعوه ثبت کړې 


د فیسبوک شبکه
د فیسبوک شبکه

د میانمار روهینګیایي مهاجرو په محکمې کې د فیسبوک د شبکې په خلاف چې اوس یې نوم په «میتا» بدل شوی، د ۱۵۰میلیارد ډالرو دعوه ثبت کړې ده.

دوی وایي د فیسبوک شبکه نه ده توانېدلې چې د روهینګیا مسلمانانو په خلاف نفرت پاروونکي مواد لېرې کړي. وايي دغه مواد د اقلیتونو په خلاف تاوتریخوالي ته لمن وهي او تاوتریخوالی پاروي.

دا قضیه تېره ورځ دوشنبه ډسمبر ۶ (لیندۍ۱۵) د امریکا د کالفورنیا ایالت په یوې محکمې کې ثبت شوه. په دعوه کې لیکل شوي دي هغه الګوریتمونه چې دا ټولنیزه رسنۍ قوي‌ کوي، ناسم اطلاعات خپروي او افراطي‌ مفکورې ترویجوي چې په خلکو کې تاوتریخوالی پاروي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د فیسبوک شبکې لا په دې اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

فیسبوک تر دې مخکې ویلي‌ وو چې نفرت پاروونکي مواد ړنګوي او لسګونه زره جعلي حسابونه یې هم بند کړي ‌دي. د فیسبوک شبکه وايي چې په میانمار کې د «ناسمو او نفرت پاروونکو معلوماتو» مخنیوی ورو و،‌ خو دوی په سیمه کې له فیسبوک څخه ناوړه ګټه اخیستنه ځپلې او په میانمار کې د فبرورۍ له کودتا وروسته یې په فیسبوک او انستاګرام کې د پوځ حسابونه بند کړي‌ دي.

د فیسبوک خلاف دا دعوه «Edelson PC اوFields PLLC» حقوقي ادارو ثبت کړې ده او له دوې سره په همغږۍ برېتانوي مدافع وکیلانو هم په لندن کې د فیسبوک د مرکز په خلاف دعوه ثبت کړې ده.

د فیسبوک شبکه وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د انټرنټ د قانون په اساس دوی د درېمګړي له لوري د موادو په خپرولو نه نیول کیږي او له دې پلوه خوندي دي. خو مدعيان وايي چې په دغې ځانګړې قضیې کې به د میانمار قانون عملي کوي.

په میانمار کې پوځ په ۲۰۱۷کال کې په راخین کې چې روهینګیا مېشته سیمه ده عملیات پیل کړل چې لږ تر لږه ۷۳۰زره مسلمانان یې مجبور کړل بنګله دېش ته وتښتي. په دغو عملیاتو کې د راپورونو په اساس ګڼ شمېر روهینګیایي مسلمانان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل یا بندیان شول.

پوځ وايي دا عملیات یې د ترهګرو په ضد کړي وو. خو د ملګرو ملتونو څارونکي‌ وايي‌ چې په دغو عملیاتو کې ډله ایزې وژنې او جنسي‌ تېري شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG