د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د رسنیو د ازادۍ په درجه بندۍ کې په ۱۵۲م مقام راغلی


په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو د آزادۍ له مخې په درجه بندۍ کې ناروې لومړی مقام او شمالي کوریا وروستی مقام خپل کړی. افغانستان په دغه فهرست کې ۱۵۲ ځای لري. 
په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو د آزادۍ له مخې په درجه بندۍ کې ناروې لومړی مقام او شمالي کوریا وروستی مقام خپل کړی. افغانستان په دغه فهرست کې ۱۵۲ ځای لري. 

د بې پولي خبریالانو د ټولنې په تازه کلني راپور کې په ۷۰ هیوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ فضا ستونزمنه ښودل شوې او د رسنیو د آزادۍ په درجه بندۍ کې ددغو هېوادونو نومونه غورځېدلي دي.

په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو د آزادۍ له مخې ددې ټولنې په درجه بندۍ کې ناروې لومړی مقام او شمالي کوریا وروستی مقام خپل کړی. افغانستان په دغه فهرست کې ۱۵۲ ځای لري.

د بې پولو خبریالانو ټولنې اجرایوي مشر کلایټن ویمرس وايي، چې پر اوکراین له برید وروسته، روسیې د رسنیو ځپلو ته زور ورکړی او د بیان د آزادۍ په نوملړ کې یې نوم نهه ګامه نور هم غورځیدلی او ۱۶۴ ځای یې خپل کړی دی.

مسکو په مارچ میاشت کې د والسټریټ ژورنال امریکایي خبریال ایون ګریشکویچ د جاسوسۍ په تور ونیوه، خو دغه خبریال ټول تورونه رد کړي دي.

ختیځه اسیا هم په فهرست کې ښه ارقام نلري. ویتنام په لست کې په ۱۷۸ ځای کې راغلی. ددغه هیواد په اړه ویل شوي چې خبریالان او مبصرین یې ځپلي دي.

کلایټن ویمرس د چین او شمالي کوریا په هکله وویل : "هلته آزاد مطبوعات نشته. په ساده ډول هلته موجود نه دي."

د ایران په هکله راپور وايي چې خبریالان د پولیسو په قید کې د مهسا امیني د مړیني په ارتباط د مظاهرو په اړه د راپورو ورکولو په مهال ځپل شوي دي. د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې په تېر یو کال کې د افریقا وضعیت هم خراب ښودل شوی دی.

په لاتینې امریکا کې د خبریالانو د وژل کیدو له څو پېښو وروسته، د بې پولو خبریالانو ټولنې د شفافیت د نشتون په اړه خبرداری ورکړی. کلایټن ویمرس وویل: "دا تر ډیره د مکسیکو په شان هیوادونو کې ترسره کیږي چیرې چې د قانون واکمني په بنیادي شکل له منځه تللې ده."

د سپتمبر په میاشت کې د امریکايي تحقیقاتي خبریال جیفري جرمن د وژل کېدو په سر د امریکا نوم هم د رسنیو د آزادۍ په نړیوال فهرست کې درې ګامه راوغورځېدلی دی.

د یونیسکو څخه ګیلرمي کانیلا امریکا غږ ته ویلي چې د مطبوعاتو د آزادي د ساتلو لپاره روڼوالی مهم دی.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د خبریالانو د خوندیتوب د څانګې غړی ګیلرمي کانیلا وايي، په یو شمیر هیوادونو کې له مجازاتو څخه معافیت ۹۹ سلنه دی او نړیواله کچه ۸۶ ده، چې ډېره لوړه ده.

نوموړی زیاتوي: "د خبریالانو د وژل کیدو له لسو قضیو څخه تقریباً په نهو کې چا ته سزا نه ورکول کیږي. بناً هغه لومړی کار چې موږ یې په نړیوال سیستم کې کولای شو په بنسټیز شکل د مخنیوي، ساتنې او تعقیب د پراخې نظریې عملي کول دي."

په ډیجیټل برخه کې یونسکو وایي ښځینه خبریالانې په زیاتیدونکي شکل له ګواښونو سره مخامخ دي او په یو شمیر مواردو کې ورباندې فزیکي بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG