د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې هوکړه باید د جنګي جنایتونو د مجازاتو بخښلو لامل نشي ـ RSF


یاد سازمان وایي طالبانو روژه کې خبریالان ګواښلې
یاد سازمان وایي طالبانو روژه کې خبریالان ګواښلې

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له مخې د یو شمېر طالب بندیانو ازادولو لړۍ پیل شوې د بې پولې خبریالانو سازمان پر خبریالانو د بریدونو عاملینو د ازادولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان ویلي چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو په ډله کې ۱۵ تنه داسې طالب قوماندان هم شامل دي چې په خونړیو ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان نن جمعه مې۸(غويي۱۹) په خپل راپور کې ویلي چې په غو بریدونو کې خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور ویل شوي چې د ۲۰۱۷ کال د مې ۳۱مه وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د یوې قوي موټر بم چاودنې له امله چې څه باندې۱۵۰ تنه مړه او ټپیان شول، درې تنه خبریالان هم ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د بې پولې خبریالانو سازمان زیاتوي که څه هم د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه وانه خیست خو وايي، د افغانستان ملي امنیت یو کال وروسته خبر ورکړ چې د یاد برید یو عامل چې د حقاني شکبې غړی نیولی دی.

یاد سازمان وايي، د دوی د څېړنو له مخې قوماندان لیل الدین د هغو ۱۵ قوماندانو په لېست کې و چې طالبانو یې د ژر تر ژره ازادولو غوښتنه کړې وه.

د بې پولې خبریالانو د افغانستان دفتر مشر رضیا معیني ویلي:"د خبریالانو په وړاندې د هر ډول جنایت تر سره کوونکي، عاملین او امر ورکوونکي باید مجازات شي.حقیقت او عدالت د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده، د رسنیو ازادي ته ژمنتیا د رسنیو په وړاندې د تر سره کوونکو جنایتونو د عاملینو د بخښلو پای ته رسولو په معنا دي،د هر اړخیزه عدالت په پام کې نه نیول، د تلپاتې او عادلانه سولې لار نه ده."

ښاغلي معیني زیاته کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړه لیک وروسته د طالبانو بریدونه زیات شوي چې په وینا یې طالبانو د روژې میاشتې له پیل څخه په ځینو ولایتونو کې د رسنیو د مسؤلین او خبریالان د ځینو پروګرامونو د بندولو د غوښتنې ترڅنګ ګواښلې دي.

طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه د ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په سولې کې د پرمختګ او کرونا ویروس سره د مبارز په هدف د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا ۹۳۳ طالب بندیان ازاد کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۱۵۰۰ طالب بندیان ازاد شي.

افغان حکومت هم تر دې مخکې ویلي چې طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو په ډله کې د ۱۵ تنو داسې قوماندانانو د ازادولو غوښتنه کړې ده چې په کابل او ځینو ولایتونو کې په ګڼو لویو ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیګ وویل چې د یادو کسانو څخه ځینې په زمبک څلور لارې موټر بم برید، جمهوریت روغتون او د افغانستان هوا پيژندنې ادارې باندې په مرګونو بریدونو کې لاس لري چې په وینا یې حکومت یې له ازادولو سره مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG