پدې سیالۍ کې شاوخوا ١٢٠ ځوانانو گډون کړی و چې له دهمزنگ نه یې تر دارلامان ماڼۍ پورې وځغاستل.
د دې سیالۍ په لاره اچوونکي وايي موخه یې افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوبند غزول دي.
حامد سلطاني د «جوانان آینده نګر» په نوم د ځوانانو یو بنسټ مسوول چې دا سیالۍ یې په لاره اچولې وه وايي زموږ دا حرکت افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره غږ اوچتول دي "په سولې کې خیر دی، نور له جنګه ستړي شوي یو. غواړو د دې سیالۍ په لاره اچولو سره وسله والو طالبانو ته پیام ورکړو چې د اوربند غزولو په اړه د افغان حکومت غوښتنه ومني څو په هېواد کې امن راشي."
ښاغلی سلطاني وایي ددې ډول سیالیو په لاره اچول ځوانانو ته ګټور دي. د هغه په وینا ورزش کولی شي په ټولنه کې ناخوالې لرې کړي او همپالنه رامنځ ته ګړي.
له بلې خوا محمد کریم یاقوت چې د دې سیاليو په پای کې یې لومړی مقام ګټلی دی وايي د سولې لپاره مو وځغاستل، "غواړو سوله تامین شي څو خلک په آرامه ژوند وکړي."
افغانان تېره اونۍ د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د درې ورځيني اوربند شاهد وو. یاد اورند د پراخو ملي او نړيوالو مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شو.
افغانان اوس تر هر وخت نه ډېر د سولې لپاره هیله مند شوي او غواړي د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند وغزول شي.