د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو په یوه موزیم کې د یوې تمساح په زړه پوری داستان


داسې ګمان دی چې دا تمساح هټلر په یو ژوبڼ کې د خپل شخصي ملکیت په توګه ساتله.
داسې ګمان دی چې دا تمساح هټلر په یو ژوبڼ کې د خپل شخصي ملکیت په توګه ساتله.

د مسکو د داروین په موزیم کې د یوې ۸۴ کلنې تمساح ډانچه چې پوستکی یې هم روغ ساتل شوی، د خلکو د لیدو لپاره نندارې ته ایښودل شوې.

دا تمساح ۸۴ کلنه وه او د ۲۰۲۰ کال د مې په میاشت کې مړه شوه.

داسې ګمان کیږي چې دغه نادره تمساح د جرمني د اډالف هټلر پخپل شخصي ژوبڼ کې ساتله.

د داروین د موزیم مسؤلینو دې تمساح ته د (سټرن) یا زحل د سیارې نوم ورکړی.

د زحل په نامه دا تمساح په ۱۹۳۶ کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې زيږیدلې وه.

خو کله چې په هغه ژوبڼ کې چې زحل د خپلو نورو ملګرو سره ژوند کاوه، بمباري شوه او د هغې څو ملګري پکې ووژل شول، زحل د ژوبڼ نه وتښتیده او ۱۹۴۳ کال د نومبر په میاشت کې د جرمني د برلین یو ژوبڼ ته یوړل شوه.

برتانوي عسکرو دا تمساح په ۱۹۴۶ کال کې وموندله او د پخواني شوروي اتحاد چارواکو ته یې وسپارله.

کله چې دا تمساح په ۱۹۴۶ کال کې مسکو ته یوړل شوه، داسې آوازه ګډه شوه چې هټلر د زحل په نامه دا تمساح په ژوبڼ کې د خپل شخصي ملکیت په توګه ساتله.

د داروین موزیم چارواکو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د زحل د ډانچې په جوړولو یې تقریباً ۶ میاشتې تیرې کړلې او په جوړولو یې ځانګړو ماهرینو کار کړی.

XS
SM
MD
LG