د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او اردوغان یو ځل بیا ملاقات وکړ


دا په روانه میاشت کې دریم ځل دی چې د روسیې او ترکیې ولسمشران ملاقات کوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ترکیې ته تللی دی.د روسیې ولسمشر ترکیې ته په داسې وخت کې سفر کوي چې د امریکا او ترکیې تعلقات د هغې نه وروسته یو څه خراب دي چې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه پیژني او د امریکا سفارت به هم ژر بیت المقدس ته انتقال کړي.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوگان گډې مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې وویل "د بیت المقدس په مسله ، ولسمشر پوتین او مونږ یو فکر لرو او مونږ دا فیصله کړیده چې په دې مسله به په خپله فیصله کې تغیر نه راولو."

پوتین وویل "د امریکا دا فیصله چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه پیژني، د منځني ختیځ د مسلې حل ندی. دا به د مخکې نه پیچلي وضع لا ډیره خرابه کړي."

د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې روانه اونۍ به د روسیې سره د توغندیو د خرڅلاو یو تړون هم لاسلیک کړي.

د چاروکارپوهاون وایي چې د روسیې ولسمشر په ډیره هوښیارۍ په سیمې کې د خپل نفوذ د زیاتولو کوښښونه کوي. ترکیې ته د سفر نه مخکې ولسمشر پوتن په قاهرې کې د مصر د ولسمشر الفتاح السیسي سره ملاقات وکړ.

XS
SM
MD
LG