د روسیې د دفاع وزارت وایي چې جمعه اکټوبر ۱۸ ( تلې ۲۷) یې د ۹۵ اوکرایني سرتیرو خوشې کیدو په بدل کې خپل همدومره شمیر سرتیري د اوکراین څخه تر لاسه کړیدي.
د وزارت په اعلامیې کې پرته لدې چې د جنګي بندیانو د تبادلې په هکله نور معلومات ورکړل شي، یوازې همدومره ویل شوي چې د جنګي اسیرانو دا تباله د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب شوې چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو یو نږدې متحد هم دی.
سره لدې چې په کیف کې چارواکو تر اوسه د بندیانو دا تبادله نده تائید کړې خو د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د خبرو اترو له کبله ۹۵ روسي سرتیري د "کیف رژیم" تر کنټرول لاندې سیمو څخه بیرته ستانه شوي چې په بدل کې یې ۹۵ اوکرایني سرتیري سپارل شویدي.
د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل کړی، دې دواړو هیوادونو د جګړې کولو سربیره، څو ځله جنګي اسیران تبادله کړیدي.
د جنګي اسیرانو پدې تبادلو کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې منځګړتوب کړی.
همدې تیره میاشت هم مسکو او کیف ۲۰۶ جنګي اسیران تبادله کړل چې پدې تبادلې کې هم منځګړتوب عربي متحده اماراتو کړی و.
د جنګي اسیرانو تبادلې تر منځ روسیه او اوکراین وخت ناوخته په جګړو کې وژل شوي سرتیري هم یو بل ته سپاري چې په سیمه ایز وخت نن د جمعې په ورځ روسیې اوکراین ته د ۵۰۱ سرتیرو مړي وسپارل چې په بدل کې یې روسیې ته د ۸۹ سرتیرو مړي سپارل شویدي.
فورم \ دبحث خونه