د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې نوم او بیرغ په دوو المپیکونو کې بند شول


په ژنیو کې د سپورت نړیوالې محکمې د روسي لوبغاړو لخوا د دوپینګ یا ممنوعه درملو د استعمال د دوسیې څیړلو وروسته د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۷) د دوو کلونو لپاره په راتلونکو دوو المپیکونو او نړیوالو ورزشي سیالیو کې د روسیې د نوم، بیرغ او ملي سرود پر کارولو بندیز ولګاوه.

دغې محکمې همداراز د راتلونکو دوو کلونو لپاره روسیه د هر ډول عمده ورزشي سیالیو له کوربتوب نه هم منع کړې ده.

خو د روسیې ورزشکاران او ټیمونه به بیا هم په راتلونکو دوو المپیکونو; د توکیو د ۲۰۲۱ د دوبي المپیک او د بیجینګ د ۲۰۲۲ د ژمي المپیک په سیالیو کې د ګډون اجازه ولري. همداشان به په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړیوال جام کې هم ګډون وکړای شي، خو که د دوپینګ یا ممنوعه درملو نه یې استفاده نه وي کړي.

د دوپینګ ضد نړیوالې ادارې وړاندیز کړی و چې د څلور کالو لپاره په روسیې بندیز ولګول شي، خو محکمې د دوه کلن بندیز پریکړه وکړه.

پر روسیې باندې تور لګول شوی چې ددې هیواد دولتي مقاماتو د مسکو په لابراتوار کې د ورزشکارانو د معاینو ارقام دمخه تر دې چې تیر کال یې د دوپینګ ضد نړیوالې ادارې پلټونکو ته ورکړي په کې یې لاسوهنه کړې ده.

د روسي ورزشکارانو د دوپینګ مسله نوې نده او ریښې یې د پخواني شوروي اتحاد وخت ته رسیږي چې په دولتي کچه ورزشکارانو ته په نړیوالو ډګرونو کې د بریا په مقصد د قوت ممنوعه درمل ورکول کیدل.

XS
SM
MD
LG