د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین یرغل روسیه او چین سره نږدې کړي - راپور


د روسیې او چین پوځي تمرین
د روسیې او چین پوځي تمرین

د ستراتژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د روسیې له خوا پر اوکراین برید، مسکو او بیجینګ سره نږدې کړیدي، او خبرداری یې ورکړی چې کېدای شي په هر راتلونکي جنګ کې روسیه او چین له یو بل څخه ملاتړ وکړي.

روسیه په روانې میاشت کې ددغه هیواد په ختیځ کې د "واستوک ۲۲" په نوم د پوځي تمرینونو کوربه توب کوي. په دغو تمرینونو کې ۱۵ هیوادونه برخه اخلي او چین په کې د روسیې خاص میلمه دی.

دغه تمرینونه د دواړو هیوادونو په دولتي تلویزیونونو کې خپریږي.

د روسیې د آرام سمندر د سمندري قطعاتو قومندان امیرالبحر ولري کزاکوف په دې اړه وویل: "د روسیې د سمندري ځواک او د چین د خلکو د ازادۍ د پوځ د سمندري ځواک تر منځ، عملي تعامل د کیفیت له اړخه یوې نوې کچې ته رسیدلی دی. چې دا د نړیوال او سیمه ایز ثبات او امنیت ضمانت کوي".

چین او روسیه کوم رسمي پوځي اتحاد نه لري خو د ستراتژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز د رپوټ له مخې، دواړه هیوادونه له یو بل سره ژورې پوځي اړیکې لري.

د وسلو پلور، د دغو اړیکو ډیره مهمه برخه ده خو د رپوټ یوه لیکونکې باني لېن وايي په دې برخه کې ستونزې هم شته.

باني لېن وايي چین د خپلو وسلو ۷۰ سلنه له روسیې څخه واردوي او په دې څو وروستیو کلونو کې چېن له روسیې څخه د وسلو د وارداتو په برخه کې ډیر تمرکز د الوتکو په پرزو او تجهیزاتو کړی دی. خو د ۲۰۰۰ لسیزې له نیمايي څخه را پدیخوا چین، په خپله د خپلې اړتیا وړ وسلو په جوړولو تمرکز وکړ په همدې خاطر په روسیې ډیره اتکا نه لري.

مېرمن لېن وايي، له بلې خوا روسیه له دې هم وېره لري چې چینایان به یې د وسلو جوړولو ټکنالوژي غلا کړي.

چین په ضمني ډول په اوکراین باندې د روسېې له یرغل څخه ملاتړ کوي.

باني لېن وویل: "چین له لویدیځ او ناټو سره د روسیې ستونزو ته د هغو مشکلاتو په تناظر کې ګوري چې بیجنګ یې له متحده ایالاتو او د هند او آرام سمندر په سیمه کې زمونږ له نورو نږدې متحدینو سره لري".

د ستراتژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز په رپوټ کې په احتیاط سره دا ارزونه شوېده چې د اوکراین شخړې چین او روسیه سره نږدې کړیدي.

مېرمن لېن وویل: "زه نه وایم چې د بیلګې په توګه، روسیه به هغو جنګونو ته خپل عسکر ور ولیږي چې چین به یې له خپل کوم ګاوڼدي سره ولري، خو کېدای شي د استخباراتو او سیاسي ملاتړ په شان برخو کې، مرسته ورسره وکړي".

رپوټ کاږي چې د چین پوځې وړتیاوې د روسیې د پوځي وړتیاوو کچې ته رسېدونکې او یا هم د روسیې له وړتیاوو ، پورته کېدونکې دي.

په اوکراین باندې د روسیې د برید شدت اوس کم شوی دی. د رپوټ لیکونکي وايي په اوکراین کې د روسیې ناکامي ښايي بیجنګ دې ته اړ کړي، چې له مسکو سره په خپلو پوځي اړیکو له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG