د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسيې اوکراین کې د 'بشر ضد جرایم' کړي 


کامله هريس د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د وینا پرمهال
کامله هريس د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د وینا پرمهال

د متحدو ایالتونو دوو جګپوړو چارواکو د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) وویل چې روسي ځواکونو او نورو روسي چارواکو په اوکراین کې د بشر ضد جرایم کړي دي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کامله هریس د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د نړۍ مشرانو ته د وینا پرمهال روسیه تورنه کړه چې اوکراین کې یې "بشر ضد جرام" کړی.

هغې زیاته کړه، روسي ځواکونه همدارنګه په اوکراین کې د ملکي افرادو په وړاندې "پراخ او سیستماتیک" بریدونه کوي.

د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس مرستیالې وویل:"د هغوی [روسي ځواکونو] کړنې زموږ په مشترکو ارزښتونو او مشترک انسانیت برید دی."

میرمن هریس د قتل، جنسي تیري او شکنجې په ګډون د ناوړه ګټې اخیستنې یو اوږد لست خپور کړ چې د هغې په وینا د روسي ځواکونو له خوا په اوکراین کې شوي دي.

میرمن هریس په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې پر اوکراین د روسیې د برید لومړی کلیزې ته یوازې څو ورځي پاتې دي، هغه برید چې د لسیزو وروسته په اروپا کې د جګړې د پیل لامل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې متحدو ایالتونو په رسمي ډول په اوکراین کې د روسیې اعمال د بشر ضد جرایم وبلل.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په قول ویلي چې په دقیقه توګه د قانون له تحلیل او تجزیې وروسته او د شته معلوماتو له مخې، روسي پوځیانو په اوکراین کې په بشر ضد جرایمو لاس پوري کړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، روسي ځواکونو اوکرایني نارینه، میرمنې او ماشومان اعدام کړي، په بند کې یې د وهلو ټکولو، برق ورکولو له لارې شکنجه کړي، جنسي تیری یې پرې کړې دی.

اعلامیه زیاتوي شوې، روسي ځواکونو د ماشومانو په ګډون چې په زور له خپلو کورنیو څخه جلا شوي، په سل ګونه زره اوکراینیان روسیې ته شړلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسي ځواکونو دا کړنې تصادفي ندي او دا د اوکراین د ملکي افرادو په وړاندې د کرملین د پراخ او سیستماتیک برید یوه برخه ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې:"ددې جنایات لپاره هیڅ مصونیت نشته، له ټولو عاملینو سره باید حساب کتاب وشي. د نن ورځې عزم ښکاره کوي چې متحده ایالات به هر څومره چې وخت وغواړي د اوکراین د خلکو لپاره عدالت تامین کړي."

امریکا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین پراخ نظامي برید پیل کړ چې نه یوازې له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ شو بلکې غرب په خاص ډول متحدو ایالتونو کیف له کیف سره بې سارې نظامي مرستې وکړې څو د مسکو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG