د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په افغانستان کې پاتې شوو امریکايي وسلو ته د تروریستانو پر احتمالي لاسرسي اندیښنه ښودلې


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شوو وسلو په شتون اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغو وسلو ته د تروریستانو د زیات لاس رسي او د سیمې په کړکیچنو برخو کې ورڅخه د کار اخیستلو احتمال شته دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ماریا زخارووا، د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۴ ( ثور څلورم) مسکو کې خبریالانو ته وویل: "دا به د روسیې لپاره د تعجب وړ نه وي، چې دغه وسلې ژر د سیمې د کړکیچ تر اغیزو لاندې برخو او نورو ځایونو ته ورسیږي".

د میرمن زخارووا، د ادعا له مخې په افغانستان او پاکستان کې روان امنیتي بحران په جنوبي اسیا کې د لویدیځو هیوادونو په ځانګړي ډول د ناټو د اتحاد د بې پروا چلند یو څرګند مثال کیدلی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوو پرمختللو وسلو ته لاس رسی پیدا کړی او له دغو وسلو څخه د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې کار اخلي.

د پاکستان د دفاع وزیر امریکا غږ سره په یوه وروستۍ مرکه کې ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې وسله وال د شپې د دوربینونو په ګډون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوو ځینو وسلو او تجهیزاتو څخه کاراخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ۱۸.۶ میلیادر ډالرو په ارزښت نظامي وسایل د امریکا لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

اټکل کیږي چې د ۷.۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل چې الوتکې، مهمات، نظامي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، په افغانستان کې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي.

ددې وړاندې د روسیې د ملي امنیت د شورا مشاور نیکولای پاتروشیف د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په میاشت د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پاتې شویو وسلو په اړه اندېښنه وښودلې وه.

نوموړي ویلي و، چې دا وسلې او تجهیزات به هم افغان ډلو ترمنځ د جګړو د زیاتېدو لامل شي، هم به په تور بازار کې خرڅې شي او هم به د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ولوېږي.

روسیې د سیمې او نورو هېوادونو ترهګرو ډلو لاس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې وسلو د لاس رسي په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې هندي چارواکو څه موده مخکې ویلي و، چې په کشمیرکې یې له اورپکو څخه داسې وسلې ضبط کړي چې بېلګې یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وې.

خو د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د افغانستان څخه نورو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو ته د ګواښ پیښیدل رد کړي او ویلي دي، چې هیچا ته به ددې اجازه ورنکړي، چې له دغه هیواد څخه کوم بل هیواد ته ګواښ متوجه کړي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د کوچني اختر په مناسبت په یو ویډیوي پیغام کې هم نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ هیواد په خلاف ونه کارول شي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو د شتون په اړه د "ځینو مغرضو کړیو" ادعاوې په کلکه ردوي.

XS
SM
MD
LG