د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په جګړې کې د روسیې ۳۵۰۰۰۰ سرتېري وژل شوي- راپور 


اوکراین ادعا کوي چې په روانې جګړې کې د روسیې ۳۵۰۰زره عسکر وژل شوي
اوکراین ادعا کوي چې په روانې جګړې کې د روسیې ۳۵۰۰زره عسکر وژل شوي

د «کیف اینډیپنډیټ» ورځپاڼې په خپل یو راپور کې نن یکشنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) ادعا کړې، چې په اوکراین باندې د مسکو له یرغل وروسته د روسیې تقریبآ ۳۵۰۰۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

ورځپاڼه وايي چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز راپور ورکړی دی، چې د جګړې له پیل راهېسې د روسیې ۳۴۶۰۷۰ سرتېري وژل شوي دي. لوی درستیز ویلي دي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵۰ روسي سرتېري وژل شوي.

د «کیف د اینډیپینډنټ» ورځپاڼې د راپور په اساس، په دغې جګړې کې تر دې دمه د روسیې «۵۷۳۹ ټانګونه، ۱۰۶۹۲ زغره وال موټرونه، ۱۰۷۶۶ پوځي موټرونه او د تیلو ټانګرونه، ۸۱۳۷ توپخانه يي سیستمونه، ۹۲۳ د راکټ توغولو سیستمونه، ۶۰۹ د هوايي دفاع سیستمونه، ۳۲۴ الوتکې،۳۲۴ هلیکوپترونه، ۶۲۷۸ بې پیلوته الوتکې او ۲۲ کښتۍ، بېړۍ او اوبتلونه ویجاړ شوي دي».

دا د اوکراین په جګړې کې د روسیې لپاره د مالي او ځاني زیانونو له پلوه خورا ډېر ارقام دي چې اوکراین یې اعلانوي. تر دې دمه روسیې د دغه راپور د رد او تائید په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د روسیې له لوري په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو د لویدیځ استخباراتي‌ ادارو او امریکایي مقاماتو ویلي دي چې په دغې جګړې کې د روسیې زرګونه سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي‌ دي.

اوکراین څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې په جګړې کې یې شاوخوا ۹۰۰۰ سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په دغې جګړې کې تر ۱۰۰۰۰ زیات ولسي خلک وژل شوي دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې په تېرې اوونۍ کې یې د «شهید» په نوم ۱۰۴ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. دا په ایران کې تولید شوي الوتکې دي چې روسیې ته یې ورکړې دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ. امریکا او ایتلافیانو یې دا برید وغنده او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې،‌ چې روسیې ته په دغې جګړې کې ماتې ورکړه.

اروپايي ټولنې څو ورځې مخکې په روسیې باندې په نویو بندیزونو لګولو موافقه وکړه چې د روسیې د الماسو صارات محدودوي او تیلو ته یې قیمت ټاکي. روسیه له دومره بندیزونو سره سره بیا هم وايي چې په ښه لوري روانه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG