د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه، ایران او ترکیه وایې چې د سوریې د ثبات لپاره ګډ کار کوي


د روسیې، ایران او ترکیې رهبرانو نن په انقرې کې د سوریې د شخړو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په خاطر سره ولېدل.

د مشرانو د غونډې پاي کې یوه اعلامیه خپره شوه چې په سوریې کې ددغو هېوادونو د هڅو پر زیاتېدو ټینګار شوی دی.

روسي، ایراني او ترکي چارواکي په داسې یو وخت کې ولېدل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې په سوریې کې د داعش د ماتولو ماموریت ختمېدو ته نږدې شوی دی.

ټرمپ دارنګه ویلي چې ډیر ژر به له سوریې څخه د امریکايي پوځیانو پر وتلو پریکړه کوي.

ترکیې چارواکي وایې چې د روسیې، ایران او ترکیې رهبران د سوریې د نوي اساسي قانون او په امنو سیمو کې د امنیت پر لاتامینولو بحث کړی دی.

د ترکیې په غونډه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم دوه کلک ملاتړ کوونکي، ولسشمر ویلادیمیر پوتین او ولسمشر حسن روحاني او د رژیم یو لوي سیمه ایز مخالف، رجب طیب اروغان پر روانو مسایلو مخامخ خبرې کړې دي.

ددغو مخالفو ډلو ترمنځ د همکاریو زیاتېدل په سوریې کې تر اوه کلنې جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې ۵۰۰۰۰۰ زره خلک وژل شوي، د ثبات د راتلو هیلې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG