د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي


د افغانستان لپاره د روسیې حکومت ځانګړی استازی وايي، ټاکل شوې راتلوونکې اونۍ په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه تر سره شي چې د سیمې هیوادونو استازې به پکې حضور ولري.

تاس خبري آژانس د ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې په دغه ناسته کې به د مرکزي اسیا هیوادونو د استازو ترڅنګ، د هند، چین او پاکستان استازي هم حضور ولري.

دغه خبري آژانس د جمعې په ورځ ناوخته فبرورۍ درېیمه (سلواغې ۱۴) د ښاغلي کابلوف له قوله ویلي چې د سیمې هیوادونو استازي دغه غونډې ته بلل شوي او په پام کې ده چې په دغه ناسته کې د یادو هیوادونو د امنیت شورا منشیان د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

دغه روسي دپلومات د یادې غونډې تر سره کېدو د کره نېټې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او همدارنګه روښانه نه ده چې دغه غونډې ته د طالبانو استازي هم بلل شوي او که نه.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د دغه ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې روسیه او د مرکزي اسیا ځیني هیوادونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

د سیاسي مسایلو کارپوه بریالي نصرت امریکا غږ ته وویل: "هند، روسیه، پاکستان او چین به د افغانستان په اړه ناسته ولري او هغوی د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او د اندېښنې وړ یې ګڼي ځکه هره دقیقه ددې امکان شته چې ددغه هیوادونو پولي عملي ګواښ وویني."

دغه سیاسي کارپوه په دې نظر دی چې تر دې مخکې هم د روسیې په کوربتوب د افغانستان په اړه ورته ناستې جوړي شوي، خو کومه د پام وړ پایلې نه دي لرلي.

روسیه پر داسې مهال د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو استازو د غونډې کوربتوب کوي چې په دې وروستیو کې روسي چارواکو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ځانګړي ډول د وسله والو فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

څه موده مخکې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د امنیتي تړون سازمان د غړو هیوادونو په غونډه کې د افغانستان وضعیت ستونزمن بللی و او له افغانستان څخه یې د دغه تړون غړو هیوادونو ته د وسله والو ډلو فعالیتونو پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

پوتین ویلي و چې د افغانستان له خاورې څخه د وسله والو فعالیتونو د خنثی کېدو لپاره «د ځانګړو ګډو عملیاتو تر سره کېدو ته» اړتیا ده. هغه ټینګار کړی و چې د امنیتي تړون سازمان غړي هیوادونه باید له افغانستان څخه هر ډول ګواښ ته متوجه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر دې مخکې تل ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي. د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد پدې وروستیو کې ویلي و چې حکومت یې سیمې او نړۍ ته د افغانستان د سرحدونو د ساتنې ډاډ ورکوي.

په داسې حال کې چې د څه باندې یو کال په تېرېدو سره د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو د سیمي او افغانستان ګاونډي هیوادونه په دې وروستیو کې له طالبانو سره د یو ډول تعامل له مخې مخته ځي.

روسیې او پاکستان د جنورۍ پر ۲۵مه د دوه اړخیزو مذاکراتو پرمهال له طالبانو سره پر «عملي تعامل» ټینګار کړی و. خو د دې ترڅنګ یې د طالبانو حکومت لخوا د ټول شموله حکومت پر تشکیل، د نړیوالې ټولنې غوښتونو منلو او د بشري حقوقو پر تامین باندې هم ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG