د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او پاکستان: افغانستان کې د سولې ټینګیدو لپاره ګډ نظر لرو 


دا په تیرو شاوخوا لسو کالونو کې لومړي ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي
دا په تیرو شاوخوا لسو کالونو کې لومړي ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي

روسي او پاکستاني مقامات وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو په اړه ګډ نظر لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د اپریل په ۷ (وري ۱۸) په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه هیوادونه د افغانستان په اړه ګډ نظر لري.

ښاغلي لاوروف وویل: "مونږ موافقه وکړه چې باید په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو ته د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د ټولشموله سیاسي خبرو په اساس زیاتې اسانتیاوی رامنځ ته کړو. "

سرګې لاوروف پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی او ټاکل شوې هغه پدې سفر کې د پاکستاني چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکو په هکله هم خبرې وکړي.

ښاغلي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره په ملاقات کې په افغانستان کې د جګړې د حل لپاره په سیاسي هلو ځلو هم خبرې اترې کړیدي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره پدې سفر کې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم ملتیا کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د تګ نه وړاندې هند ته هم تللی و. سرګې لاوروف په نوي ډهلي کې هم پدې خبرې ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هر ډول سیاسي موافقې کې باید چې طالبان شامل وي.

سرګې لاوروف ویلي چې مسکو او اسلام آباد به د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري زیاتوي او دا چې روسیه به پاکستان ته نظامي وسایل چې نوم یې ندی اخیستل شوی ورکوي او دواړه هیوادونه به په غرونو او سمندر کې ګډ نظامي تطبیقات هم کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې جزیات ورنکړل چې پاکستان ته څه ډول وسلې ورکوي خو زیاته یې کړه چې " د تروریزم سره د پاکستان د مقابلې د لا قوي کیدو په خاطر پاکستان ته ځانګړي نظامي تجهیزات ورکوو."

د روسیي د بهرنیو چارو وزیر پداسې وخت کې پاکستان دا سفر کړی چې واشنګټن په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کیدو یا ایستلو په پریکړې غورې کوي او د طالبانو سره د دوحې موافقه هم ارزیابي کوي.

بل پلو بیا مسکو غواړي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د سیمې د یو مهم لوبغاړي حیثیت تر لاسه کړي.

مسکو تیره میاشت د افغانستان د حکومت د جګپوړو چارواکو او طالبانو د استازو د خبرو کوربه توب وکړ او د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي چې ښایي په همدې کچه یوه بله غونډه هم په مسکو کې دایره شي.

دا په تیرو ۹ کالونو کې لومړی ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي همدرانګه ویلي چې غواړي د روسیې نه د کرونا ضد د سپنټیک واکسین وپیري. ښاغلي قریشي ویلي چې د مسکو نه یې د اورګاډو د پټلیو د سیستم او بریښنا سکتور د عصري کیدو غوښتنه هم کړې.

XS
SM
MD
LG