د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د پایلو اعلان ته د روسیې غبرګون


روسیې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو اعلان ته په غبرګون ښودلو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د یادو ټاکنو اعلان به د دغه هیواد سیاسي وضعیت نور هم خراب کړي.

په کابل کې د روسیې د سفارت لخوا نن جمعه د «فبرورۍ په ۲۱مه» په خپره شوې اعلامیه کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخاروا له قوله ویلي چې د افغانستان د ټاکنو د پایلو اعلان به د افغان سولې بهیر کې پر «بین الافغاني» خبرو هم منفي اغېز وکړي.

په دغه اعلامیه کې د اغلې زخاروا له قوله ویل شوي:"روسیه له ټولو سیاسي قواوو څخه غوښتنه کوي چې روان وضعیت ته یوه مؤثره حل لاره پیدا کړي چې د افغانستان د خلکو ګټو ته رسیدګي وکړي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې له دوی سره مرسته وکړي."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنو وروستۍ پایلې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه د تېرې سېې شنبې په ورځ اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسیون د اعلان له مخې محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴سلنې رایو په تر لاسه کولو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شو.

د یادو پایلو تر اعلان وروسته محمد اشرف غني په ټاکنو خپله بریا په افغانستان کې د جمهوریت بریا وبلل او زیاته یې کړه چې دا "بریا یې د بهرنیو دسیسو له ستوني را وویستله،" خو د دغو دسیسو په اړه یې معلومات ورنکړل.

د ښاغلي غني تر بریا وروسته د هغه سیال ډاکټر عبدالله عبدالله او د نوموړي پلوي جنرال عبدالرشید دوستم وویل چې د ټاکنو پایلې نه مني.

روسیې هم پخپلې اعلامیې کې ویلي چې د عبدالله عبدالله د مخالفت په شان کېدایشي نور کاندیدان هم د یادو ټاکنو له پایلو سره مخالفت څرګند کړي چې د افغانستان وضعیت به نور هم خراب کړي.

عبدالله عبدالله وویل چې ټاکنې د ثبات او همپالنې ټېم ګټلي او زیاته یې کړه چې یو ټول شموله حکومت به تشکیل کړي.

تر عبدالله عبدالله وروسته د هغه یو مخکښ پلوي جنرال دوستم هم وویل چې د ټول شموله حکومت جوړېدو په اړه د عبدالله عبدالله د اعلان ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن جمعه د عبدالله عبدالله دوو نورو پلویانو حاجي محمد محقق او کریم خلیلي هم وویل چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه د عبدالله عبدالله له دریځ نه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG