د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د تندلارو په ضد مبارزه کې له افریقا سره مرسته کوو


سرګي لاوروف د مالي د بهرنیو چارو له وزیر عبدلاي دیپو سره روغبړ کوي
سرګي لاوروف د مالي د بهرنیو چارو له وزیر عبدلاي دیپو سره روغبړ کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سه شنبه فبروري اوومه (سلواغه۱۸) ژمنه وکړه چې له افراطي تندلارو سره په مبارزه کې به د لویدیځې افریقا او ګیني له خلیج سره مرسته کوي.

سرګي لاوروف په مالي کې د خپل سفر په مهال وویل چې د تروریزم سره مبارزه د سیمې د هېوادونو مسئله ده. روسیه له پخوا راهېسې له مالي سره پوځي مرستې کوي.

لاوروف وویل: «موږ به د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره هغوی ته خپلې مرستې برابرې کړو. دا د ګیني،‌ بورکینافاسو، چاد او په عمومي توګه د ساحل د هېوادونو او ان د خلیج ګیني ساحلي هېوادونو ته متوجه ده.»

په مالي کې حاکم پوځ په ۲۰۲۰ کال کې واک ترلاسه کړ او له هاغه وروسته یې د جهادي ډلو ټپلو سره د مبارزې لپاره د روسیې هلیکوپترو، الوتکو او نیمه-پوځي روسانو ته مالي ته د ورتګ لپاره لاره ورکړه.

روسیې داسې مهال له مالي سره خپل روابط ښه کړي دي چې فرانسې خپل دا پخوانی مستعمره هېر کړی دی. فرانسه وايي چې د روسیې د «واګنر» ډلې اجیر عسکر په مالي کې فعالیت لري.

د بشري حقونو د څار ډلې او ملګري ملتونه وايي چې د واګنر عسکر او د مالي پوځ د تېرکال په مارچ کې د مظنونو افرادو په وژلو کې دخیل وو، هلته یو شمېر کسان راټول کړل شوي او بیا وژل شوي وو.

د مالي په شمال کې په ۲۰۱۲ کال کې تندرلاریتوب پیل شو او بیا په ۲۰۱۵ کال کې د مالي‌ ګاونډیو نایجر او بورکینافاسو ته هم انتقال شو. له ۲۰۱۲ راپدیخوا په دغو دریو هېوادونو کې زرګونه ولسي خلک وژل شوي او میلیونونو نورو خپل کورونه پرېښي‌ او خوندي سیمو ته تښتېدلي دي.

فرانسې د مالي پوځ سره له یو لړ ستونزو وروسته په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور کم کړ او تېر کال یې ټول سرتېري واېستل. ټاکل شوې چې فرانسه په روانې میاشتې کې له بورکینافاسو څخه هم د ورته ستونزې له کبله خپل ۴۰۰ عسکر وباسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له مالي سره د ډېرو پوځي مرستو ژمنه وکړه او وویل چې د «لویدیځ د عصري استعمار د چال چلند» په مقابل کې به د افریقا ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG