د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل یو لوی انساني ناورین رامنځته کړی


په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، ۱۰۵۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵۸۲نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، ۱۰۵۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵۸۲نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د دویمې کلیزې په درشل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي، چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل نه یواځې لوړ انساني تلفات اړولي، بلکې میلیونونه خلک یې له لویو کړاونو سره هم مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک، چې د پنجشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۲۲مه‌ (کب دریمه) د روسیې د بشپړ یرغل له دویمې کلیزې مخکې یې په یوې خبرې ناستې کې خبرې کولې، وویل چې ددغه جګړې له امله رامنځته شوی زیانونه به د نسلونو لپاره احساس شي. نوموړي یوځل بیا یې له مسکو څخه ددغه جګړې د سمدستې بندیدو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته: "پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل له ځانه سره لوړه انساني تلفات لرلي او پر میلیونونو ملکي وګړي یې سخت کړاونو تپلي دي."

نوموړي په جګړه کې د بشري حقونو څخه د ټولو سرغړونو په اړه د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې قربانیانو ته باید اوښتي زیان جبران شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وویل: "په اوکراین باندې د روسیې بشپړ پوځي یرغل چې دریم کال ته داخلیږي او پایته رسیدل یې لا څرګند نه دی، له بشري حقونو څخه د جدي او پراخې سرغړونې او د خلکو د ژوند او معیشت د له منځه وړولو سبب کیږي."

هغه وویل چې په میلیونونو اوکراینیان بې ځایه شوي، په زرګونو یې خپل کورونه له لاسه ورکړي او په سلګونو روغتونونه او ښوونځي ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، ۱۰۵۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او همدارنګه ۱۹۸۷۵ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وویل: "ریښتینی ارقام ښايي تر دې لوړ وي."

په ورته وخت کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د دویمې کلیزې په درشل کې، د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) وايي چې د دغه جګړې له پیل راهیسې تر ۱۴ میلیونو ډېر اوکراینیان چې ددغه هېواد د وګړو نږدې درېیمه برخه جوړوي، له خپلو کورونو او مینو بې ځايه شوي دي او په بهر کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي، چې په بهر کې د اوکراین ددغو کډوالو سربیره، دننه په اوکراین کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه خلک بې ځایه شوي دي او له ۴.۵ میلیونو ډیر بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان مشرې امي پوپ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي:" د ویجاړۍ کچه پراخه ده، مرګ ژوبله او کړاونه لا هم دوام لري."

په خبرپاڼه کې راغلي: "د مهاجرت نړیوال سازمان د اوکراین د حکومت او خلکو له مقاومت او همدارنګه د اوکراین له ګاونډیانو ستاینه کوي چې هغو کسانو ته یې غیږه پرانستې ده چې د خوندیتوب په لټه کې وو. موږ د بشري کړاونو کمولو او د مرستې لپاره بشپړ ژمن یوو."

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، به اوکراین کې دننه او د ختیځې اروپا په ۱۱ هېوادونو کې یې له ۶.۵ میلیونه اوکراینیانو سره مرسته کړې ده.

ددغه سازمان په وینا: "د جګړه په غځیدو او دوام سره ، د بشري مرستو سرچینې او امکاناتو هم محدویږي."

روسیه پر اوکراین خپل پوځي یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شوی د "ځانګړو عملیاتو" په توګه یادوي، خو اوکراین او د هغې لوېدیځو متحدینو د روسیې دغه اقدام د یوه خپلواک دولت پر وړاندې د بشپړې جګړې په توګه بللی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG