د لاس رسي وړ اتصالات

یوکراین ته د ناټو د عسکرو استول به حالت نور هم خراب کړي- روسیه 


د روسیې له ملاتړه برخمن د یوکراین بیلتون غوښتونکی ځواک
د روسیې له ملاتړه برخمن د یوکراین بیلتون غوښتونکی ځواک

روسیې چارواکو نن جمعه اپریل ۲ (وري۱۳) خبرداری ورکړ چې یوکراین ته به د ناټو د عسکرو هر ډول انتقال د روسیې سرحد ته نږدې حالات نور هم کړکیچن کړي.

روسیه وايي دا کار به یې مجبوره کړي چې د خپل امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.

روسیې خبرداری ورکړی دی چې د یوکراین د «ډونباس» په سیمه کې جدي شخړې یوکراین «ویجاړولی» شي.

ناټو تېره ورځ د روسیې له دغه خبرداري وروسته د یوکراین ختیځ ته نږدې د روسیې د پوځي موجودیت په زیاتوالي اندېښنه وښوده.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف نن خبریالانو ته وویل چې د یوکراین په ختیځ‌ کې د حکومت د ځواکونو او د روسیې له ملاتړه د برخمن بیلتون غوښتونکي ځواک ترمنځ حالت ترینګلي دي او ځينې «پاروونکي» اقدامات هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین تېره ورځ له خپل یوکرایني سیال سره په روانو حالاتو غږېدلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه اعلامیه وايي چې ښاغلي آستین د یوکران د دفاع وزیر سره په خبرو کې د دغه هېواد په ختیځ کې « د روسیې تازه تهاجموي او پاروونکي اعمال» غندلي دي.

XS
SM
MD
LG