د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د فیسبوک، ټویټر او ګوګل په ضد عریضه کړې 


روسیې د ګوګل، فیسبوک او ټویټر پر ضد درې-درې دعوه کړي
روسیې د ګوګل، فیسبوک او ټویټر پر ضد درې-درې دعوه کړي

په روسیې کې چارواکي وايي چې د نړۍ د مشهورو ټولنیزو شبکو فیسبوک، ټویټر او ګوګل په ضد یې عریضې کړې دي.

د روسیې رسمي خبري اژانس انټرفاکس د سه شنبې په ورځ مارچ نهه (کب۱۹) په مسکو کې د یوې محکمې په استناد دا خبر خپور کړی دی.

وايي دغو شبکو د مخالف سیاسي‌ مشر الیکسي ناوالني د پلویانو هغه پوستونه نه دي‌ له منځه وړي چې ماشومان په کې مظاهرې ته رابلل کیږي.

وايي په ټویټر، ګوګل او فیسبوک باندې درې-درې دعوې شوي او که ثابتې شي، ‌د هرې دعوې سزا به تر څلور میلیون روسي روبل (۵۴۰۰۰ ډالر) پورې وي.

انټرفاکس وايي‌ چې په روسیه کې د ټیک ټاک او ټیلیګرام په ضد هم دعوې ثبت شوي‌ دي.

محکمه وايي چې د ټویټر او فیسبوک د ټولنیزو شبکو په ګډون دغو ادارو د ښاغلي ناوالنی‌ د پلویانو هغه خبرې نه دي پاکې کړي چې په کې له ماشومانو غوښتل شوي په «ناقانونه» مظاهرو کې برخه واخلي.

د دغو ادارو پر ضد له هغه وروسته دعوې ثبتې شوې چې تېره میاشت په روسیه کې د مخالف سیاسي مشر الیکسي ناوالني د نیول کېدو په ضد لویې مظاهرې وشوې.

د ښاغلي ‌ناوالني ‌پلویان وايي‌ چې حکومت د هغه پر ضد د اختلاس بي‌اساسه قضیه جوړه کړې او هغه یې بندي کړی دی.‌ وايي د هغه د نیول کېدو تر شا سیاسي انګیزه ده، خو چارواکي دا خبرې ردوي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د ګوګل د انټرفاکس د خبر په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

فیسبوک، ټویټر، ټیک ټاک او ټیلیګرام هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د انټرفاکس د خبر په اساس د فیسبوک، ټویټر او ګوګل په ضد دعوه به د اپریل په میاشت کې اورېدل کیږي.

د سیاسي مشر کوالني د نیول کېدو پر ضد د مظاهرو پر مهال پولیسو د هغه سلګونه پلویان ونیول. د ولسمشر پوتین دغه سیاسي مخالف په جرمني له مسموم کېدو وروسته څو میاشتې په روغتون کې بستر و او تور یې لګولی و چې ولسمشر پوتین د دغه کار تر شاه دی. هغه مسکو ته له راستنېدو سره سم ونیول شو.

امریکا او اروپايي‌ ټولنې د هغه د سملاسي‌ پرېښود غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG