د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې له طالبانو سره د همکارۍ خبره رد کړه


په کابل کې د روسیې سفارت په یوې اعلامیې کې د یو شمېر افغان چارواکو، وکیلانو او سیاسي شننونکو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې وايي روسیه د طالبانو ننګه کوي.

د سفارت په اعلامیې کې راغلي چې دا ټول "بي اساسه تورونه، ګنګوسې او خام خیالونه" دي.

سفارت داسې مهال دا اعلامیه خپروي چې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د مشر جوزف ووتل په ګډون ځینو امریکايي او افغان چارواکو روسیه تورنه کړې وه چې له طالبانو سره مالي او پوځي مرستې کوي.

د روسیې د سفارت اعلامیه وايي امریکا چې عصري وسایل او تخنیک لري یو ثبوت هم نلري چې له طالبانو سره دې د مسکو د همکاریو او مرستو ادعا دې ثابته کړي.

سفارت وايي د دا ډول ادعاوو خپرول د امریکا د مرکزي استخباراتو کار دی او وايي چې ټولې ادعاوې بې اساسه دي. ایران له طالبانو سره په مرستو او همکاریو هم تورن دی خو ایراني چارواکو هم دا تورونه رد کړي دي.

مګر مخکې د روسیې چارواکو له طالبانو سره د اړیکو خبره تاید کړې وه او هغه یې یو عادي بهیر ګڼلی و. غربي رسنۍ وايي مسکو طالبان په افغانستان کې د داعش ضد یوه ځواک ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې مسکو د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

واشنټګن همدغې غونډې ته بلل شوی و، خو بلنه یې ونه منله، په همدې حال کې پاکستان وايي چې دا غونډه ډېره مهمه ده او باید واشنګټن هم په کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG