د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د فوټبال نړیوال جام ته چمتو ده؟


روسیه وايي د فوټبال د نړیوال جام د لوبو پیلیدو ته چې سبا پیلیدونکی دی پوره چمتوالی لري.

په روسیه کې پداسې حال کې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ پیل کیږي چې د ٢٠٢٦ کال د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب امتیاز درې هیوادنو د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو ته گډه ورکړل شو.

اته کاله مخکې روسیه د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام د کوربه هيواد په توګه وټاکل شوه. خو آیا دا هيواد د لوبغالو د بیارغونې او جوړونې په برخه کې د فساد د ادعاوو سره سره چمتو دی چې د نړۍ د ستر ورزشي ټورنمنټ کوربه توب په سمه توگه وکړي؟

ددې نړیوال جام د کوربه توب لګښت شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالره اټکل شوی چې د روسیې په شان هیواد ته چې اقتصادي نابرابري لري دیر ګران پریوتی دی.

په روسیه کې نوې بنسټونه او څو لوی ستدیومونه جوړ شوي دي. د سینټ پیټرزسبورګ کریستوفسکی لوبغالی له ټاکلي مهال ویش څخه اته کاله وروسته جوړ شو او څلور ځله له ټاکلي بودیجې څخه پرې ډیر لګښت راغی. په دې اړه یوه سیمه ایز کس د ۳۵۱ زره ډالرو بډو اخیستو په تور نیول شوی دی. خو د ښار چارواکي د کار په پای کې بیا هم دا لګښت پرځای بولي.

اندري موشکاروف د سینټ پیټرزبورګ د توریزم او پراختیا د کمیټې مسوول وایي :" زما په نظر دا د اروپا په کچه تر ټولو غوره لوبغالی دی."

د لیکوال ماکسیم ګورکي د زیږیدو ښار نیژني نووګورد هم د ۴۵ زره کسانو د ځایدو په وړتیا نوی لوبغالی لري. خو انا دافیودوفا د ښار ساتنې یوه فعاله وایي " په نیژني نووګورډ کې د فوټبال څلویښت زره مینه وال نشته. حتی د فوټبال یو سم ټیم هم نلرو، نو داسې یو لوبغالی لرل څه معنی لري؟"

که څه هم د فوټبال نړیوال سازمان "فیفا" چې پرې د فساد نیوکې کیږي، د روسیې چمتوالی ستایلی خو د سپورتي برخې خبریال الکسي متفیف وایي فیفا په آګاهانه ډول په څرگندو جرمونو سترګي پتي کړي دي.

الکسي متفیف وایي: " په فوټبال کې فساد، غلا او حتی د سپورت په ډګرونو کې د قتل په شان مسایل ندي څیړل شوي. دا په روسیه کې یو واقعیت دی. دلته هیڅوک څه نه کوي. زه تر اوسه هم حیران یم چې د فوټبال د د اسې یوې فاسدې ادارې په درلودلو سره څنګه د نړیوال جام کوربه توب روسیې ته ورکړل شوی دی."

خو مسکو دا ډول اتهامات ردوي او وایي چې د نړیوال جام په پیلیدو سره به سیاست هیر شي. نړیوال جام د ورسیې او سعودي عربستان لوبډلو ترمنځ په لوبه پیلیږي او ټاکل شوېده چې ولسمشر پوتین هم پکې برخه واخلي.

له سیاست او لاریونونو لري، د فوټبال مینه وال یوازې د نړیوال جام د پیلیدو په تمه دي.

دیمتري خولنوف د مسکو په یوه څنډه کې د فوټبال د ښوونځي مشر وایي ډیره ښه اصطلاح شته چې وایي سپورت تر سیاست اوچت دی. هغه هیله لري چې د ټولې نړۍ خلک همداسې فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG