د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې د روسیې سفیر "ووژل" شو


بریدګر پر سفیر د برید پرمهال د الله اکبر نارې وهلې
بریدګر پر سفیر د برید پرمهال د الله اکبر نارې وهلې

یو وسله وال سړي په ترکیه کې د تصویرونو په یو نندارتونو کې د دغه هېواد لپاره د روسیې پر سفیر ډزې وکړې او راپورونه وايي چې سفیر وژل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې برید د دوشنبې په ورځ شوی دی. راپورونه وايي چې پر سفیر اته ډزې وشوې چې وروسته بیا مړ شو.

سفیر اندري کارلوف په انقره کې د تصویرونو په یو نندارتون کې خبرې کولې چې برید پرې وشو، دغه نندارتون د روسیې په مالي ملاتړ پرانیستل شوی و.

اندري کارلوف په انقره کې د روسیې سفیر
اندري کارلوف په انقره کې د روسیې سفیر

د اسوشیټډ پرس یو عکاس چې په دغه نندارتون کې، و، وايي چې برید کوونکي د الله اکبر چیغې وهلې او په روسيې ژبې یې هم یو څه وویل. پولیسو وروسته بریدګر د همدغه نندارتون په دهلیز کې په ډزو وواژه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي دا پېښه وغندله او د سفیر له کورنۍ سره یې خواشيني وښوده. تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG