د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایي په لغته د روسیې د یو پولیس افسر د وهلو له کبله زنداني‌ شوی


یوې روسي محکمې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۴ (تلې ۱۲) یو امریکایي تبعه په لغته د یو روسي افسر د وهلو له امله په څلور کاله او شپږ میاشتې زندان محکوم کړ.

دا وروستی امریکایي تبعه دی چې د روسیې له خوا په زندان کې اچول کیږي.

روسي مطبوعاتو دا امریکایي تبعه ۲۸ کلن رابرټ ګیلمن ښودلی او ویلي ېې دي چې نوموړی په غربي ښار ورونژ کې د جنوري په ۱۷ نیټه ددې پيښې له امله محکوم شوی دی.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټه چې د لویو جرایمو په اړه څیړنې کوي په یوې بیانه کې ویلي:"دا کس چې د چارواکو له قانوني اقداماتو سره مخالف وو، د پولیسو د یو افسر په وړاندې چې په وظیفه وو تاوتریخوالی وکړ، هغه یې څو ځله په لغته وواهه."

د امریکایي تبعې ګیلمن مدافع وکیل والیري ایوانیکوف د RIA خبري آژانس ته ویلي دي چې د نوموړي موکل به ددې پریکړې په وړاندې د استیناف او د سزا د کمیدو غوښتنه وکړي ځکه هغه له متضرر څخه بښنه غوښتې ده.

ویل کیږي چې ګیلمن مسولیت منلی خو ادعا یې کړې چې له هغه سره سیاسي برخورد شوی دی.

د روسیې د تحقیقاتو کمیتې ویلي ګیلمن وروسته له هغه د پولیسو له خوا ونیول شو چې د نشې په حالت کې یې په یو ریل ګاډي کې عامه نظم خراب کړ. یادې کمیټې زیاته کړې چې هغه لومړی ځان بیګناه ښکاره کاوه خو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې هغوی له دې پیښې خبر دي خو د خصوصي حریم د ساتلو په اړه یې په دې اړه د ډیرو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانټ پاتیل په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:" موږ د روسیې له حکومت‌ څخه غواړو ډاډ رامنځ ته کړي له ټولو هغو امریکایي اتباعو سره چې په روسیه کې بندیان دي مناسب چلند وکړي."

نوموړي همدارنګه د روسیې څخه وغوښتل چې" ټولو امریکایي اتباعو ته دوامداره او په وخت قونسلي لاسرسي مهیا کړي."

ددغه امریکایي تبعې مدافع وکیل ایوانیکوف ویلي، موکل به یې د بندیانو په تبادله کې د ګډون هڅه وکړي.

روسیې او متحدو ایالتونو د اوکراین د جګړې پر سر د تاوتریخوالو سره سره، په اپریل میاشت کې د بندیانو تبادله وکړه. مسکو د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړي تریفر ریډ خوشي کړ او امریکا روسی پیلوټ چې د نشه یي موادو په قاچاق محکوم شوی وو، آزاد کړ.

یوې روسي محکمې د ۲۰۲۰ کال په جولایت میاشت کې ریډ وروسته له هغه په نهه کاله زندان محکوم کړ چې نوموړی د نشې په حالت کې پر پولیسو په برید تورن شو.

بل امریکایي تبعه پاول ویلن چې پخوانی پوځي دی او اوس یې د موټرونو د پروزو په یوې کمپنۍ کې کار کاوه د روسیې له خوا د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله زندان محکوم شوی دی.

د باسکټبال امریکایي لوبغاړې بریټني ګرینر چې له برقي سګریټ او یوه کمه اندازه مایع چرسو سره په مسکو کې نیول شوې هم په هغه هیواد کې بندي ده. ټاکل شویده میرمن ګرینر په اکتوبر میاشت کې بیا په محکمه کې حاضره شي.

XS
SM
MD
LG